د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنې

د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ چارواکي وايي، که دغه ولسوالۍ ته تازه دمه سرتیري ونه رسیږي ممکن دا ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

د نوموړي ولسوالۍ د مرکز بازار ته وسله وال طالبان نن سهار ننوتلي او د امنیتي قواوو پر هغو پوستو يې خپل بیرغونه درولي چې په تیرو درو ورځو کې يې سقوط کړی دی.

د شاجوۍ ولسوال وزیر محمد جوادي د سې شنبې په ورځ د «چنګاښ پر۱۸مه» امریکا غږ ته وويل چې امنیتي قواووي د ولسوالۍ د مرکزي تاسیساتو د ساتلو لپاره په دفاعي حالت کې دي.

ده وويل چې وسله وال طالبان په لوړ شمېر کې په سیمه کې را غونډ شوي او دوی يې په اړه ولایتي ادارې د را پېښو شویو ګواښونو په اړه په مسلسله توګه خبر ور کړی.

هغه زیاته کړه:"د ولسوالۍ د بازار په سر کې پوليسو د شمېر د کموالي له کبله ځيني پوستې خوشي کړي او ځيني نوري پوستې يې باندي غښتلي کړي، د وسله والو طالبانو تعداد زیات شوی چې د پاکستاني وسله والو په ګډون له غزني د زابل له شمالي ولسوالیو او نورو سیمو څخه را ټول شوي د ولسوالۍ په نږدې سیمو کې ځای پر ځای شوي زموږ د امنیتي قواوو شمېر لږ دی او یوازي موږ د ولسوالي په مرکزي تاسیساتو کې دفاعي حالت پیاوړی کړی که عملیات ونشي او کمکي قوا رانشي ممکن ستونزه ډيره شي."

شاجوۍ د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر د زابل له پراخ نفوسه ولسوالیو څخه بلل کيږي.

د یادي ولسوالۍ په حدودو کې د کابل-کندهار لویه لار هم نن سهار د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پرمخ وسله والو طالبانو تړلې وه، خو اوس د عامو ټرافیکو لپاره د تګ راتګ لپاره بیرته د وسله والو له لوري پرانیستل شوې ده.

بلخوا د زابل د ولایتي شورا مشر هم د شاجوۍ ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنه وښودل.

عطاجان حقبیان امریکا غږ ته وويل چې که تازه دمه سرتیري شاجوۍ ولسوالۍ ته ونه رسیږي یاده ولسوالي به سقوط وکړي.

د زابل امنیتي مقامات د شاجوۍ ولسوالۍ د امنیت په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کوي.

بلي خواته وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلي یوه بیان کې ويلي چې پوليسو د شاجوۍ د بازار ۷ پوستې له جګړې پرته خوشي کړي او دوی اوس پکښې حضور لري.