پر ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو بریدونه؛ ۸ پولیس وژل شوي ـ سرچینه

د کندهار ارغنداب ولسوالي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې بیا جګړه پيل شوې ۸ پوليس وژل شوي او د پوليسو څو مرکزونو سقوط کړی.

د کندهار د پوليسو ویاند په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه تائیدوي، خو وايي چې جزییات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

خو د ار غنداب ولسوالۍ یو امنیتي مقام نن سې شنبه ډسمبر اتمه (لېندۍ ۱۸) د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د تیري شپې په جګړه کې ۸ پوليس د بابرو او شاه اغا دوراهي په سیمو کې وژل شوي او ۱۰ تنه پوليس وسله والو له ځان سره ژوندي یرغمل کړي.

سرچینې زیاته کړه چې که سیمي ته تازه دمه سرتیري ونه رسیږي ممکن د ارغنداب ولسوالۍ د سیند شمالي خوا په بشپړه توګه د وسله والو لاس ته ولوېږي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي او د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي خلیل مجاهد هم په ارغنداب ولسوالۍ کې امنیتي حالت د ډيري اندېښنې وړ وباله.

نوموړي زیاته کړه: «پنځه پولیس د بابرو په سقوط شوي قرارګاه کې وژل شوی چي جسدونه يې لاهم په سیمه کې پراته دي، د شهینان، بابرو، دوراهي ، ده لاهور، تارناوه، برات کلاچه، هدیره، کوهک دوراهي، ناګهان، محمدنبي، زمري، اسحاق، غازي، چهارقلبه او تابین پوستو سقوط کړی او جګړه لاهم په سیمه کې روانه ده لس ګونه ګورنۍ له سیمي څخه د جګړې له وېري د تیري شپې راهیسې د وتلو په حال کې دی.»

بلي خواته له سیمي څخه ګډوالي شوي کورنی وايي چي د جګړو له کبله ځيني کورنۍ په خپلو کورونو کې بند پاته دي او ځيني له تیري شپې راهیسې له سیمي څخه په وتلو توانیدلي.

د ناګهان د سیمي اوسیدونکي رحمت الله امریکا غږ ته وويل چې «جګړه د پراخیدو په حال کې ده ملکي خلک حیران پاته دي چي څه وکړي موږ وتوانیدو چي کندهار ښار ته ځانونه را ورسوو خو اکثریت خلګ لاهم د جګړې په منځ کې بند پاته دي».

په یاده ولسوالي کې تيره میاشت هم د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پیل شوي وو چې وروسته د ګډو افغان ځواکونو له لوري پر شا وتمبول شول.

ارغنداب د کندهار ښار په شمالي څنډه کې ښار ته تر ټولو نژدې پرته ولسوالي ده چې د کندهار ښار له ۳ امنیتي حوزو سره سرحد لري.

د دې ولسوالۍ خراب امنیتي وضعیت د کندهار ښار لپاره هم ځينی اندېښنې راپورته کړي.

خپله وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.