طالبان: په شاوخوا څلورو میاشتو کې د خوارځواکۍ ۲۰۰زره پېښې ثبت شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه شاوخوا ۲۰۰زره پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر نن دوشنبه اپرېل ۱۸ (وري ۲۹) خبریالانو په ته یو لېږل شوي ویډیويي پیغام کې ویلي چې په دغه موده کې د خواځواکۍ شاوخوا ۶۰زره سختې پېښې او ۱۴۰زره یې متوسطې پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلی هژیر وايي، د دوی څېړنې ښيي چې اوس مهال تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۴میلیون ماشومان په دغه هیواد کې له خوارځواکۍ څخه ځوریږي. د نوموړي په خبره له دې جملې ۱.۱میلیون ماشومان په سختې خوارځواکۍ او شاوخوا ۲.۳میلیون نور ماشومان له متوسطې خوارځواکۍ اخته شوي.

ښاغلي هژیر همدارنګه زیاته کړې چې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ۳۲۳ماشومان مړه شوي دي. د هغه په خبره اوس مهال د ملګرو ملتونو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) د روغتیا نړیوال سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنې په برخه کې د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تیره ورځ وویل چې په تیره مارچ میاشت کې په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته ۳۵زره ۷۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تغذیې د برخې مسؤلې میلاني ګالوین پرون یکشنبه اپرېل ۱۷ (وري ۲۷) د کابل په ګډون د افغانستان ځينو سیمو کې د سختې خوارځواکۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې یونیسف د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه په خوراځوکۍ اخته ۱.۱ میلیون افغان ماشومانو درملنې ته ژمنه ده.

اغلې ګالوین پر خپل ټویټر لیکلي چې د یونیسف د اټکل له مخې د روان کال تر وروستیو پوري به په دغه هیواد کې ممکن تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۲میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي و چې خوارځواکي اوس مهال د افغانستان ۲۸ ولایتونو ته پراخه شوې ده.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دمارچ میاشتې پر ۱۳مه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې اوس مهال څه باندې ۳.۵ میلیون افغان ماشومان غذايي درملنې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې همدارنګه هیله ښودلې وه چې په افغانستان کې په خوارځواکې له دغه اخته ماشومانو څخه زیات یې د ملګرو ملتونو «د ژوند ژغورنې تغذیې درملنې» مرستو ته لاس رسی لري.