طالبانو افغانستان کې د سولې پرلتونه استخباراتي دسیسه وبلله

طالبانو په یوې تازه اعلامیې کې په افغانستان کې د سولې روان پرلتونه غندلي دی.

طالبانو په اعلامیې کې تور لگولی دی چې دغه پرلت کونکو د دوي وسله وال مقاومت چې دوي یې جهاد بولي د افغان وژنې په حیث معرفي کړي.

طالبانو دا تور هم لگولی دی چې په دغو پرلتونو کې د امریکا استخباراتي کارکونکي د قومي مشرانو په نوم دخیل دي او دا چې پرلت کونکي په افغانستان کې د بهرنیو د شتون په اړه هیڅ څه نه وایي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د تیر کال د دسمبر د میاشتې راهیسې د پښتون ژغورنې تحریک نه وروسته په افغانستان کې هم د سولې لپاره پرلتونه پیل شول. پدغه لړ کې د هلمند نه د سولې یو کاروان پلی کابل ته راغی او د جنگ د ښکیلو غاړو یې غوښتنه وکړه چې نور دې جنگ نه کوي او سوله دې وکړي.

ولسمشرغني د دغه کسانو سره په کابل کې ولیدل او ژمنه یې وکړه که طالبان یې مني افغان حکومت به د یوکال لپاره اوربند وغځوي او هر چیرته چې طالبان غواړي د سولې خبرو ته ورشي خو طالبانو د اختر د درې ورځني اوربند نه وروسته بیرته خپل عملیات پیل کړل.