د امنیت شورا راپور ته د متقي غبرګون؛ هغوی تراوسه خپله ادعا نه ده ثابته کړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د القاعدې ډلې او د طالبانو ترمنځ اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې د دې ډلې په ګډون د مختلفو تروریستي ډلو د شتون ادعا نه ده ثابته شوې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د ارزونې او څارنې د ډلې راپور چې تیره اونۍ خپور شوی په کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د القاعدې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

امنیت شورا په دې راپور کې ویلي، چې القاعده په افغانستان کې اکثره وخت په پټ ډول فعالیت کوي ترڅو دا وښيي، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او د تروریستي فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د طالبانو او القاعدې ډلې ترمنځ اړیکې همداسې نږدې پاتې شوي دي".

په دې راپور کې ویل شوي، چې د القاعدې غړي د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ملاتړ د قانون د اجرا کوونکو دولتي ادارو کې نفوذ کوي او د القاعدې د هستې امنیت چې په ټول هیواد کې خواره واره دي ټینګوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیتې د ارزونې او څارنې د ډلې د موندنو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ لوړپوړې چارواکي او ۴۰۰ پورې نور وسله وال شتون لري، چې د دغې ډلې د کورنیو د غړو او ملاتړو شمیر یې په مجموعي ډول ۲۰۰۰ ته رسیږي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د شنبې د ورځې ناوخته جولای ۲۹ (زمري اووم) د قطر پایتخت دوحې ته د روانیدو دمخه د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "د امنیت شورا (ملګرو ملتونو )، چې کوم راپور خپور کړی، چې په افغانستان کې مختلفې تروریستي ډلې یا القاعده شته دا حقیقت نلري".

د ښاغلي متقي د ادعا له مخې افغانستان په تیرو دوو کلنو کې د ډیر ښه امنیت شاهد و او په دغه هیواد کې هیڅ کومه پیښه نه ده رامنځ ته شوې.

هغه د محرم په ورځو کې امنیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا د دې ثبوت دی، چې په افغانستان کې څوک نشته، چې ددغه هیواد خلک وځوروي او یا د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر خلاف وکاروي.

ښاغلي متقي وویل: " تراوسه هغوی (د ملګروملتونو د امنیت د شورا غړو) نه خپله ادعا ثابته کړې او نه هم د افغانستان له خاورې بهرنیو هیوادونو کې چاته زیان رسیدلی دی".

د امیرخان متقي په باور اوس چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، د تعامل وخت رارسیدلی دی. هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې د تیرو "ناکامو" انتخابونو د فشارونو او منفي تبلیغاتو څخه دې ډډه وشي.

ښاغلي متقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په وروستي راپور کې اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې ډله په افغانستان او سیمه کې د یو ستر ګواښ په توګه یاده کړې ده.

د ملګروملتونو د امنیت د شورا دا راپور ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان ډله زړوره شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې د ورځې ناوخته جولای ۲۸ (زمري شپږم) د خپل ټویټر په پاڼه په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، چې د القاعدې ډله اوس په افغانستان کې هيڅ ډول شتون نه لري.

ښاغلي مجاهد ویلي: "د القاعدې تنظیم اوس په افغانستان کې هيڅ ډول شتون نه لري، په دې اړه راپورونه ناسم دي. اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت په ضد وکاروي.