مجاهد: د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوو

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې د اجندا په اړه بحثونه شوي او ددغو بحثونو په پاې کې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د یو پلاوي د ګډون پریکړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې د خپل حکومت د استازو ګډون د افغانستان په ګټه بللی او ویلي دي چې یو پلاوی به یې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

مجاهد د یکشنبې په ورځ جون ۱۶( جوزا ۲۷) د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې د اجندا په اړه بحثونه شوي او په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د یو پلاوي د ګډون پریکړه شوې ده.

هغه ویلي: "د پلاوي د غړو ترکیب به وروسته ان شاءالله اعلان شي او دا مونږ د افغانستان په ګټه ګڼو. افغانستان سره د بشري مرستو او همداشان افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې چمتوکول اساسي او مهم موضوعات وو، شاید ددې په څنګ کې به ځینې نور موضوعات هم وي، خو ټول موضوعات مو د افغانستان په ګټه وګڼل".

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ددې دمخه ویلي و چې ددغه حکومت یو پلاوی به د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې په اساسي بحثونو کې ګډون وکړي. خو دغه وزارت ویلي و چې په دې اړه به وروستۍ پریکړه د دغې غونډې د اجندا او بحثونو په اړه د جزئیاتو ترلاسه کولو وروسته اعلان شي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اکس پاڼه کې لیکلي چې ملګرو ملتونو د دغو خبرو اترو په جریان کې له طالبانو سره د دوحې د غونډې اجنډا شریکه کړې او طالبانو د همدې اجنډا له مخې په یاده غونډه کې په اصولو کې د ګډون تصمیم نیولی دی.

عبدالقهار بلخي ټینګار کړی:"که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي چې هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي.“

د سیاسي او د سولې د هڅو پیاوړي کیدو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش مرستیالې روز مري ډیکارلو د مۍ د میاشتې د ۱۸ څخه تر ۲۱ پورې افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې هغه ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

همداشان افغانستان ته د د مې د میاشتې په ۲۳ د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پر مهال دغه قطري چارواکي د طالبانو مشر د دوحې په غونډه کې ګډون ته هڅولي و.

د طالبانو د حکومت د ویاند د دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په مشرۍ پلاوي د عبدالکبیر،عبداسلام حنفي، عبدالغني برادر او د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره په کابل کې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳( جوزا درېیم) په جلا جلا غونډو کې په دې اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د قطر بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل الحنزب هم برخه لرله.

ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه به ددغې ټولنې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

د بلې خوا د ملګرو ملتونو او په کابل کې د میشتو بهرنیو دپلوماتانو ترمنځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو په اړه د سلامشورو په لړ کې کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او د یوناما مرستیال مارکس پوتزل هم ددغې غونډې په تړاو خبرې کړي.

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د یکشنبې په ورځ جون ۱۶ ( جوزا ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه لیکلي:" ډیر خوشاله یم چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د مرستیال مارکس پوتزل سره وینم او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او چین د همکارۍ په پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې په تړاو مو سره نظرونه سره تبادله کړل."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د جمعې په ورځ جون ۱۴( جوزا ۲۵) نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې د دوحې د درېیمې غونډې د لغوه کیدو د احتمال په اړه وویل چې پرته شک څخه ترهغې پورې چې د غونډې لپاره چمتوالی بشپړ شوی نه وي، د هرې غونډې د جوړیدو او یا لغوه کیدو امکان شته دی.

هغه وویل: "اوس مهال، مونږ د غونډې چمتوالي ته دوام ورکوو. مونږ هیله لرو چې دا کار به نتیجه ورکړي او د غونډې نیټې ته نږدی کیدو سره به مونږ تمه لرو چې وکولای شو چې د غونډې لپاره د ترتیباتو د بشپړیدو وروسته اعلان وکړو."

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ "یوناما" د ارتباطي دفتر مشر مالک سیزي یوې غونډې ته په وینا کې طالبان وهڅول چې په دوحې کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لخوا په بلل شوې غونډې کې برخه واخلي.

مالک سیزي د جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) د افغانستان او پاکستان د مذهبي مشرانو یوې غیر رسمي غونډې ته په وینا کې وویل چې په اوکراین او غزې کې د جګړې له کبله د نړیوالې ټولنې توجه د افغانستان څخه اوښتې او ټینګار یې وکړ که طالبان د دوحې په غونډې کې ګډون وکړي، د نړۍ پام به بیا افغانستان ته را واوړي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي دیپلومات پخپلو خبرو کې زیاته کړه، "مونږ هیله مند یو چې په اوس وخت کې به اسلامي امارت خپل استازي دوحې ته واستوي چې د نړیوالې ټولنې سره په ګټوره او موثره توګه تعامل وکړي".