طالبان: افغانستان د اقلیم د بدلون د ناوړو اغیزو سره مخ دی

د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله یې په دې وروستیو کلنو کې ډیر زیات زیان لیدلی دی.

د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمان د یکشنبې په ورځ اګست شپږم (زمري ۱۵) ددغې ادارې د څو نورو چارواکو سره په کابل کې یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل، چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې ډیره کمه ونډه لري خو د اقلیم د بدلون اغیزې پرې خورا زیاتې دي.

حافظ عزیزالرحمان وویل:" په داسې حال کې، چې مونږ د اقلیم په بدلون کې په ډیره کمه اندازه ونډه لرو، سیلابونه وچکالي د ځنګلونو اوراخیستل او توپانونه د اقلیم د بدلون له اغیزو له بیلګو څخه دي، چې مونږ او تاسو یې شاهدان یو".

حافظ عزیزالرحمان وویل، چې دغې ادارې په تیر یو کال کې هڅه کړې، چې د چاپیریال ساتنې نړیوالو ادارو سره اړیکې ټینګي کړي او د چاپیریال د ساتنې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو یو څه مالي ملاتړ هم ترلاسه کړي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست وویل:" په تیر کال کې مونږ وتوانیدو د چاپیریال ساتنې د نړیوال امانتي صندوق څخه چې د (GEF) په نوم یادیږي د هغه صندوق څخه د ۳۰ میلیونو ډالرو په اندازه مالي تعهد ترلاسه کړو ... ۳۲ چاپیریال ساتنې او د اقلیمي بدلون پروژې، چې په تعلیق کې اچول شوې وې د دپلوماتیکو لارو تعقیب کړو. ددې له جملې څخه له نیکه مرغه دوه پروژې عملآ پیل شوي دي."

هغه وویل په دې پروژو کې یوه د لس میلیونو ډالرو د څنګلونو او څړ ځایونو د دوامداره مدیریت پروژه ده او بله د ځمکې د تخریب د مخنیوي د ۶.۶ میلیونو ډالرو پروژه ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو وویل،چې تېر کال د عامه او خصوصي سکټور د ۱۳۱۸ پراختیايي، زېربنایي، صنعتي او تولیدي پروژو او فعالیتونو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې ارزول شوې، چې ۱۲۹۹ پروژې او فعالیتونه تایید او ۹۱ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي.

دغو چارواکو وویل، چې تېر کال د له منځه تللو خطر سره مخ وحشي ژوو او نباتاتو د ساتنې په موخه، خصوصي شرکتونو ته د وحشي ژوو نړیوال تجارت لپاره،۳۲ جواز لیکونه ورکړل شوي، د ۱۴۹ ژوو او نباتاتو له ښکار او سوداګرۍ څخه مخنیوی شوی او د ۴۹۳ ډوله وحشي حیواناتو او مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

دغه راز تېر کال د دولتي ادارو او خصوصي سکټور په همکاري د هېواد په کچه، کابو ۳۵ میلیونه میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شوي دي.

ددې مخه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، چې افغانستان په ډیره لوړه کچه د اقلیم د بدلون د ناوړو اغیزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) د خپل ټویټر (ایکس) په پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې په ډیره لوړه کچه د اقلیم د بدلون او د طبیعي پیښو د ناوړو اغیزو سره مخ دی.

اوچا ویلي: "سختې وچکالۍ لا د شدت په حالت کې دي ، معیشت له منځه وړي او لوږه زیاتوي، حرارت د نړیوالې کچې له اوسط څخه په چټک ډول لوړ روان دی، د چاپیریال تخریب ګواښوي او معیشت د ګواښ سره مخ کوي."

همداشان کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې افغانستان په نړۍ کې څلورم هیواد دی، چې مخ په زیاتیدونکي ډول د اقلیم او د طبیعي پیښو د اغیزو سره مخ دی.

اروپايي ټولنې ویلي و: "د اقلیم بدلون پر مونږ ټولو اغیز کوي، خو افغانستان ددغه بدلون تر نورو ډیر زیانمنوونکو هیوادونو کې شامل دی او د ۱۸۱ هیوادونو په نوملړ کې یې ۱۷۶ ځای نیولی دی. ډیر پرله پسې ناورینونه لکه وچکالي او سیلابونه به د افغانانو ژوند لا د ګواښونو سره مخ کړي."

اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د اوږدو لسیزو جګړو او د وروستیو کلنو پرله پسې وچکالۍ ته په اشارې ویلي، چې د پرله پسې وچکالۍ دوام دا ښيي، چې د اقلیم بدلون له وړاندې د افغانانو په ژوند ناسمې اغیزې کړي دي.