طالبانو د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ سرحد کې د ګډ بازار پرانیستلو هرکلی وکړ

د یو راپور له مخې په ۳۶ هکتاره ځمکه باندې ددې سوداګریزې ساحې په جوړولو ۷۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ترمز سرحدي ښار سره نږدې د "ایریتوم ازادې ساحې" په نوم د یو نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستلو هرکلی کړی او هیله ښودلې چې دا مرکز به د دواړو هیوادونو د وګړو په نږدې کیدو کې مرسته وکړي.

د "ایریتوم ازادې ساحې" په نوم دا سوداګریزه سیمه د افغانستان سره پر پوله د آمو د سیند پر غاړه د اوزبیکستان د ترمز ښار سره نږدې تیره اونۍ پرانیستل شوې ده.

ذبیح الله مجاهد ددغه سوداګریز مرکز د پرانیستلو په اړه د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۳
( تلې دوېیمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " افغانستان او ازبیکستان ترمنځ مشترک بازار پرانستل د اقتصادي ګام اخیستلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د خلکو د نیږدې کیدو او ګډو ګټو پاللو یوه ښه وسیله ده."

د امریکا غږد یو راپور له مخې، په ۳۶ هکتاره ځمکه باندې ددې سوداګریزې ساحې په جوړولو ۷۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی. په دې ساحه کې د دفترونو دپاره د ودانیو ترڅنګ ګودامونه جوړ شوي چې د کاله د ۱۰۰ زره لاریو او ۹۰۰ زره ټنه توکو د زیرمې وړتیا لري.

دا سوداګریزه ساحه د ترمز د نړیوال ترانسپورتي او لوجستیک مرکز څخه جلا ده. په دې ساحه کې نړیوال هوټلونه او رستورانتونه، عصري روغتون او یو اکادمیک مرکز پرانیستل کیږي او د دوکانونو لپاره په کې ۵۰ زره متر مربع ځمکه ځانګړې شوې ده.

د اوزبیکستان چارواکي اټکل کوي چې ۱.۵ میلیون کسان به هر کال ددغې سوداګریزې ساحې څخه لیدنه وکړي او عاید به یې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

د ایریتوم سوداګریزې ساحې مسئول بختیار رحیموف په دې لړ کې د ننګونو موجودیت مني، خو ټینګار کوي چې د دوی اټکل پرځای دی.

هغه امریکا غږ ته وویل: "موږ باور لرو چې دا حقیقت لري، ځکه چې موږ ګاونډی هیواد او شاوخوا سیمه مطالعه کړې، د سوداګرۍ سروې مو ترسره کړې او له افغان مشرانو سره مو د خپل لیدلوري په اړه خبرې کړې دي. موږ پوهیږو چې دوی زموږ سره کار کولو ته لیوال دي."

د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف‌اف او د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر برسېره د قرغیزستان، قزاقستان او اذربایجان لوړپوړي چارواکي دغې سوداګریزې ساحې ته ورغلي، او ددې ساحې د مسئولینو اټکلونه یې پرځای بللي دي.

بهرنیان کولی شي ویزې ته له اړتیا پرته د دوو اونیو لپاره دغې ساحې ته ورشي او له مالیاتو پرته د خپلې خوښې په اسعارو راکړه ورکړه وکړي.

د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په لارښوونه ددې سوداګریزې ساحې ۴۰ سلنه د افغانستان صنعت کارانو او سوداګرو ته ځانګړې شوې ده. په دغه ساحه کې د ۵۰۰۰ کاري فرصتونو له جملې څخه تر ۳۰ سلنې دندې هم افغانانو ته ځانګړې شوي دي.

افغان سوداګرو له وړاندې د ایریتوم سوداګریزې ساحې پنځه سلنه برخه نیولې ده. د بلخ ولايت سوداګر حکيم يار چې په مزار شریف کې کرنیز شرکت لري، په پام کې لري چې د ایریتوم په ازاده سوداګریزه ساحه کې د خپل شرکت د صادراتو او وارداتو دفتر پرانیږي.

په تاشکند کې د مرکزي اسیا پوهنتون په پام کې لري چې د ایریتوم په ساحه کې خپله یوه څانګه پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانانو روزنې او شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلینو ته د وړیا زده کړې او استوګنې زمینه برابره کړي.

د ایریتوم سوداګریزې ساحې اجرائیوي رئیس میرحمید میرپولادوف وویل: "ډیر ژر به د ویزې یو دفتر پرانیستل شي. هغه بهرنیان چې دلته د اوږدې مودې لپاره کار، زده کړه او خدمات غواړي، کولی شي د ویزې غوښتنه وکړي."

میرپولادوف زیاته کړه چې د ایریتوم سوداګریزې ساحې ته د لاسرسي په موخه د آمو پر سیند باندې ځانګړی دهلیز جوړ شوی او هغه بهرنیان چې له دې ازادې ساحې بیرون د اوزبیکستان نورو برخو ته لاسرسی غواړی، اضافي جواز ته اړتیا لري.