د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کیدای شي اوزبیکستان ژر زمونږ سفیر ومني


 صدراعظم عبدالله عارف‌اف د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ او اتصال په دواړخیزو خبرو او په کابل کې د اوزبیکستان د تولیداتو د نندارنون د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو.
صدراعظم عبدالله عارف‌اف د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ او اتصال په دواړخیزو خبرو او په کابل کې د اوزبیکستان د تولیداتو د نندارنون د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د اوزبیکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اف په کتنه کې د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخیدو او په لوړه کچه د دپلوماتیکو اړیکو لوړیدو باندې ټینګار کړی دی.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د یکشنبې په ورځ اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د امیرخان متقي او د عبدالله عارف‌اف ترمنځ په کتنه کې اقتصادي همکاري، سوداګري او ترانزیت اوړند مسلو هم خبرې شوي دي.

ضیا احمد تکل د صدراعظم عبدالله عارف‌اف له قوله ویلي چې ددغه هیواد جمهور رئیس د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیدو ټینګار کړی او کابل ته د لوړپوړې اوزبیکستاني پلاوي سفر یې د همدې هڅو د بیلګې په توګه یاد کړی دی.

هغه وویل: "عبدالله عارف‌اف وویل چې غواړي د دپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه کړي او د همدې له امله ممکن په نږدې راتلوونکې کې د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] سفیر په تاشکند کې ومني".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د وینا له مخې د اوزبیکستان صدراعظم ویلي چې ددې وروسته به افغان سوداګرو، زده کوونکو او ناروغانو ته د ویزو د ورکولو لړۍ پیل کړي.

ښاغلي تکل ویلي: "هغه [عبدالله عارف‌اف] ټینګار وکړ چې اوزبیکستان او افغانستان باید د خپلو ټولو بالقوه ظرفیتونو څخه د دواړو هیوادونو په ګټه کار واخلي".

د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف‌اف په مشرۍ یو لوړپوړې پلاوی د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ او اتصال په دواړخیزو خبرو او په کابل کې د اوزبیکستان د تولیداتو د نندارنون د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو.

دغه پلاوي د امیرخان متقي سره د کتنې سربیره د طالبانو د حکومت د ریاست الورزا د دریو مرستیالانو او ددغه حکومت د نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم د دواړو هیوادونو د اړیکو په تړاو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پنځه موافقې هم لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اوزبیکستان د صدراعظم سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي همکاري د زیاتیدو هیله ښودلې ده او زیاته کړې ده چې افغانستان په سیمه ییزو سازمانونو کې د خپل حضور د احیا لپاره لیوالتیا لري.

هغه ویلي: "د دوو هیوادونو د دپلوماتیکو اړیکو د کچې په لوړیدو، په دواړخیزو اړیکو کې به یو نوی پړاو پیل شي".

همداشان امیرخان متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اړیکو د پراختیدو لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکولو باندې هم ټینګار کړی دی.

اوزبیکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته یې له طالبانو سره ینږدې اړیکې ساتلي، په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی پریښې او په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې یې د طالبانو دیپلوماتانو ته هم د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان تیر۲۰۲۳ کال کې د اوزبیکستان څخه د ۲۳۹ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي وو او د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یې دغه هیواد ته صادرات درلودل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG