هلمند کې ۵۰ طالب جنګیالي او فاریاب کې یې والي وژل شوي- چارواکي

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د فاریاب لپاره د خپل والي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا ناظم وژل شوی دی.

د فاریاب والي نقیب الله فایق نن شنبه، جنورۍ ۲( مرغومې ۱۳) ویلي چې ملا ناظم تیره شپه په دولت اباد ولسوالۍ کې له خپلو شپږو ساتونکو سره وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې نوموړی د طالبانو لیکو کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو بیا د فاریاب لپاره د خپل والي وژل کېدل رد کړي او وايي چې هغه ژوندی دی.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت نن شنبه ویلي چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د سل کسيزه قطعې د يوه قوماندان په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند په سورګدر، بشران او د نادعلي، ګرمسير او ناوې ولسواليو په مربوطاتو کې په جګړه او هوايي بریدنو کې اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د هلمند جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.