د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې افغان ځواکونو او طالبانو ته تلفات اوښتې


د غزني سیمه‌ييز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند وحید‌الله جمعه زاده امریکا غږ ته وویل تیره شپه طالبانو د دغه ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

د هغه پر وینا د غزني د "ده یک" ولسوالۍ په تاسنګ او ګردي کلیو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

ښاغلي جمعه زاده دغه راز وویل طالبانو د قره‌باغ ولسوالۍ په کروسايي سیمه کې هم د ولسي پاڅون‌کوونکو پر ځواکونو برید وکړ چې له امله یې د ظفر په نوم د دغو ځواکونو قوماندان له خپلو اوو ملګرو سره ووژل شول او اته نور ټپیان دي.

طالبانو ادعا کړې چې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په نودي سیمه کې یې دوه پوستې له منځه وړي او ۱۹ عسکریې وژلي دي.

د غزني د والي ویاند همداشان په مقر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یو مرکز د طالبانو په برید کې د یو افغان سرتیري وژل کېدل تائید کړ او وې ویل چې په دغه برید کې درې سرتیري ټپيان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG