له هغه وروسته چې وسله والو طالبانو په روژه کې د اوربند په اړه د یو شمېر معتبرو نړیوالو سازمانوغوښتنه رد کړه، افغان حکومت وايي چې طالبان د "افغانستان د مسلمانانو په ضد جګړې باندې تاکید" کوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۶(غويي۷) په خپل ټویټر کې ولیکل: " په دې وروستیو ورځو کې پر خلکو او د هیواد امنیتي ځواکونو باندې د طالبانو د وروستیو بریدونو زیاتوالي دا وښودله چې طالبان نه یوازې د تاوتریخوالي کمولو ته پابند نه دي، بلکې د خلکو او افغانستان د دولت پر وړاندې خپل تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي."
د افغانستان دولت په هیواد کې د جنګ پایته رسېدو ته کاملا ژمن دی، د سولې د تامین، تاوتریخوالي کمېدو او طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یې د یو شمېر طالب جنګیالیو د ازادولو د فرمان صادرولو په ګډون ټول لازم اقدامات عملي کړل او مذاکره کوونکی پلاوی یې هم وټاکه.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) April 26, 2020
ښاغلی صدیقي وايي طالبانو په روژه کې د اوربند په اړه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس، ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې او نورو د غوښتنو سره سره "د افغانستان د مسلمان وګړو په ضد جګړې باندې" ټېنګار کوي.
هغه وايي افغان حکومت د جګړې د ختمولو، د سولې د راتګ او له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل هرکلی وکړ او په دې اړه یې ټول لازم اقدامات وکړل.
د ښاغلي صدیقي تر دغه ټویت څو ساعته مخکې طالبانو په یوې اعلامیې د اوربند په اړه د نړیوالو د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې له امریکا سره یې په "تړون کې په افغانستان کې د سولې او اوربند د لارې نقشه" معلومه کړې ده.
طالبانو په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې په تړون کې په ښکاره ویل شوي دي چې د تړون له لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې دننه به ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ افغان سرتېري پرېښودل کیږي او بین الافغاني مذاکراتو ته به لار پرانیستل کیږي.
طالبانو افغان حکومت تورن کړی چې د بندیانو پرېښودل یې ځنډولي او د یو همه شمول پلاوي په ټاکلو کې پاتې راغلی دی. د طالبانو اعلامیه همدغه راز وايي چې "امریکا، ناټو او نور ملاتړي یې هم د تړون" په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې روژه طالبانو ته یو ښه فرصت دی چې اوربند وکړي.
روژه دغه راز طالبانو ته یو فرصت ورکوي چې د روغتیایي کړکیچ تر پایه، د بشري چارو لپاره اوربند ومني چې اورکم او پوځي تهاجمي عملیات ودروي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 26, 2020
ښاغلي خلیلزاد همدغه زار له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله څخه هم غوښتي چې د افغانستان ملي ګټې په خپلو شخصي ګټو لومړۍ وګڼي، خو هغه په دې اړه نور جزیات نه ديورکړي.
تېره ورځ د اسلاميهېوادونو کنفرانس او تر هغه مخکې ناټو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي وو چې د کرونا سره د مبارزې او روژې ته د درناوي په خاطر اوربند وکړي.