افغان حکومت وايي طالبانو تېره میاشت ۱۲۹ ملکیان وژلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې په تېرې یوې میاشتې کې ۴۲۰ افغان ملکیان د وسله والو طالبانو په بریدونو کې مړه او ټپیان شوي ‌دي.

د دغې شورا په یوې اعلامیې کې چې نن شنبه جولای۱۸(چنګاښ۲۸) خپره شوې راغلي چې د یادو کسانو له ډلې ۱۲۹ ملکیان وژل شوي او ۲۹۱ نور ټپيان شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي چې "طالبان د جګړې درولو پر ځای د بېګناه خلکو د وژلو لړۍ ته دوام ورکوي" او په دې هېواد کې د سولې ټینګولو ته یې هېڅ دریځ نه دی ښکاره کړی.

دغې ادارې ویلي چې د تېرې میاشتې بریدونه په ۳۰ ولایتونو کې ترسره شوي چې ډېر تلفات یې په کندهار، ننګرهار او سمنګان کې اړولي دي او دغه کړنې یې د جنګي قوانینو خلاف بللې دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

تېره دوشنبه د سمنګان ایبک ښار کې د امنیت ملي ریاست ته نژدې د طالبانو موټر بم چاودنه او ډله ییز برید کې ۱۱ کسان ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شول.

په تېرې میاشتې کې دا تر ټولو لوی هدفي برید و چې طالبانو یې مسؤلیت واخیست.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وروستي رپوټ پر اساس د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې ۱۲۱۳ ملکیان په بېلابېلو امنیتي پېښو کې وژل شوي‌ او ۱۷۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه کمیسیون پر وینا د یادو تلفاتو نیمه برخه د طالبانو په بریدونو کې ترسره شوي‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان او امریکايي چارواکو د طالبانو د بریدونو ډېرېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

ولسمشریزې ماڼۍ ویلي چې کابل او واشنګټن په دې سره موافقې ته رسېدلي دي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي.