د مس عینک د کان اوه ساتونکي ووژل شول

افغان چارواکي وايي طالبانو دا پولیس وژلي

د لوګر پوليس وايي چې د دغه ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو په د مس عينک د کان اوه پوليس سرتېري وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر امريکاغږ ته وويل چې دغه وسله وال بريد د یکشبنې په ورځ اپریل ۲۵ (غويي۵) په ځايي وخت ماسپېښين دوې بجې د محمد آغې ولسوالۍ د سيد آباد په سيمه کې د پوليسو پر رېنجر موټر شوی دی.

سرچينې زياته کړه دغه رېنجر موټر چې د مس عينک کان د ساتونکو غونډ ته پر لار و، د طالبانو له کمين سره مخ شوی دی.

د لوګر امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وويل، چې په دې بريد کې د عامه ساتنې اوه پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی خو تر دې مخکې د زياترو دا ډول بريدونو مسؤليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی و.