افغانستان کې هرکال نری نرځ شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسان مړه کوي- چارواکي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې هر کال د لسو او ۱۲۰۰۰ زرو ترمنځ کسان د نري رنځ له کبله مري.

د طالبانو حکومت د نري رنځ د مخنیوي نړیواله ورځ د دوشنبې په ورځ کابل کې په یوه غونډه کې دا ورځ " مونږ کولی شو د نري رنځ ناروغي پای ته ورسوو" تر شعار لاندې ونمانځله.

د مارچ ۲۴ مه په نړۍ کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي، خو په افغانستان کې دا ورځ نږدې دوه میاشتې وروسته ونمانځل شوه.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین ډاکټر محمد حسن غیاثي ویلي، چې تیرکال په افغانستان کې د نري رنځ ۷۶ زره پیښې او هم د درملو پر وړاندې د مقاومت ۴۸۰۰ پیښې ثبت شوې وې.

ډاکټر غیاثي ویلي: " ددې له ډلې ۵۲ زره یې تشخیص او د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د درملنې د ملي پروګرام له خوا یې درملنه شوې ده". هغه ویلي، چې هرکال د لسو او ۱۲۰۰۰ ترمنځ ناروغان په دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته مړه کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین وویل، چې د نري رنځ ناروغي یوه ساري ناروغي ده او په لسو هغو ناروغیو کې شامله ده، چې په نړۍ کې د خلکو ژوند اخلي.

ډاکټر غیاثي وویل: "د عامې روغتیا وزارت په دې توانیدلی دی، چې د ۸۷۷ روغیايي مرکزونو په جوړولو، د تشخیص د لابراتوارونواود جن اکسپرټ د پرمخ تللو ماشینونو په ویشلو سره دننه په هیواد کې د نري رنځ د ناروغانو د درملنې لپاره سهلتونه رامنځ ته کړي دي".

د روغتیا نړیوالې ادارې "ډبلیو ایچ او" ویلي، چې د نري رنځ ناروغي یوه نړیواله مسله ده،چې د ټولو خلکو ژوند د ګواښ سره مخ کوي. ددې ادارې د وینا له مخې تراوسه دغې ناروغۍ ته د پای ټکی ایښودل یو سخت کار دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د حکومتونو له مشرانو غوښتي، چې په فعال ډول دغې ناروغۍ پای ته رسولو لپاره په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي او د دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره په بودیجه کې زیاتې پیسې بیلې کړي.