طالبان: څه باندې دوو میاشتو کې ۶۰زره ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته شوي

عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت مسؤلین وايي د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله تر پنځو کالونو کم عمر په سختې خوارځواکۍ اخته نژدې ۶۰زره افغان ماشومان له دوی سره ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر نن یکشنبه مارچ ۲۰ (کب ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې په دغه موده کې په متوسطې خوارځواکۍ اخته ۱۳۷۰۷۹ نور افغان ماشومان هم له دوی سره ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله تر پنځه کلنۍ کښته په سختې خوارځواکۍ اخته ۵۹۸۸۳ ماشومان ثبت شوي دي او په متوسطې خوارځواکۍ اخته ۱۳۷۰۷۹ ماشومان ثبت شوي دي."

ښاغلي هژیر همدارنګه وویل چې د روان کال له پيل څخه ۳۲۲ تنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند وویل چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د دوی لخوا په سختې خوارځواکۍ اخته ۲۳۳۱۶۱ ماشومانو ته د درملنې او خوراکي موادو خدمات وړاندې کړي دي.

هغه وویل چې په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته په مرکزي، ولایتې او ولسوالیو په شاوخوا ۱۲۰ روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي امکانات برابریږي.

ښاغلي هژیر وویل چې روغتیا وزارت د خوړو نړیوال پروګرام په همکارۍ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره د غذايي موادو د تولید ماشینونه رانیولي چې په خبره یې په نژدې وختونو کې به د ملګرو ملتونو په مرسته فعال شي.

خو د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند په دغه هیواد کې په خوارکۍ اخته ماشومانو د شمېر زیاتوالي ته په کتو وویل چې له افغانستان سره په دغه برخه کې د یونیسف او خوړو نړیوال پروګرام مرستې کفایت نکوي.

هغه وویل چې یونیسف په کال کې په سختې خوارځواکۍ اخته ۴لکه او د خوړو نړیوال پروګرام د ۵ لکه ماشومانو د درملنې حد ټاکلی چې په خبره یې په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته ۳/۲ میلیون ماشومانو شمېر ته په کتو بسنه نکوي.

دا په داسې حال کیده چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) په افغانستان کې په خوارځوکۍ اخته ماشومانو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دغه ناروغي اوس مهال ۲۸ ولایتونو ته پراخه شوې ده.

یاد سازمان د مارچ ۱۳(کب ۲۲) ویلي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۸ ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کچه زیاته ده.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي چې څه باندې ۳/۵ میلیون افغان ماشومان د غذايي درملنې ملاتړ ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو دملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي و چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په یاد هیواد کې له هرو دوو ماشومانو څخه یو په خوارځواکۍ اخته شي.