طالبان افغانستان باندې د امریکا د یرغل په کلیزې: نړۍ باید افغانستان کې د 'سولې او ثبات' خنډ نشي

پر افغانستان د امریکا پر مشرۍ د ۲۰۰۱ کال یرغل، د طالبانو رژیم نسکوریدل او ۲۱ کاله وروسته بیا واکمن کیدل

د امریکا پر مشرۍ په افغانستان باندې د ناټو د پوځي مداخلې په ۲۱ کالیزې د طالبانو حکومت یو ځل بیا په دې ټینګار کړی چې افغانستان د هیڅ کوم هیواد لپاره ګواښ نه دی او له نړيوالې ټولنې یې غوښتي، چې باید په دغه هیواد کې د امنیت او ثبات پر وړاندې خنډونه را ولاړ نکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ اکتوبر اوم ( تلې ۱۵) افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د پوځي برید د یوویشتمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددغه هیواد خاوره به د هیڅ کوم بل هیواد په خلاف ونه کارول شي.

ښاغلي مجاهد ویلي " افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا اعلانوي چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او نه هم زمونږ د خاورې څخه د چا په وړاندې د سو استفادي اجازه ورکول کیږي ، خو په مقابل کې د نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې د افغانستان په وړاندې خصمانه دریځ ونه نیسي او زمونږ د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په وړاندې خنډونه ایجاد نکړي".

د امریکا متحده ایالاتو حکومت په امریکا کې ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د یوولسمې ورځې د تروریستي بریدونو وروسته د اکتوبر په اومه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړې له مخې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ړنګولو لپاره د خپلو نړیوالو متحدینو سره یو ځای پوځي بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې د طالبانو رژیم ړنګ شو او د حامد کرزي په مشرۍ یو موقت حکومت جوړ شو.

طالبانو په دوحه کې امریکا سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹ مه د یوې هوکړې د لاسلیک په پایله کې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو نږدې دوه اونۍ دمخه دغه هیواد کې بیا واک ترلاسه کړ.

امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو سره سم د طالبانو پر حکومت بندیزونه ولګول او د افغانستان بانک شاوخوا لس ملیاردو ډارو شتمني یې کنګل کړه او نړیوالې ټولنې هم دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې کړې، چې له امله یې دا هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شو.

د طالبانو حکومت نړۍ ته له افغانستان څخه د ګواښ د نه پیښیدو دا ډاډ په داسې حال کې ورکړی چې د روان لمریز کال د زمري په یوولسمه د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري یې کابل کې د ډرون بې پیلوته الوتکې په برید کې وژلی دی.

په دوحه کې د امریکا د سفارت شادافیرې کرین ډکر د تیرې چهارشنبې په ورځ یو شمیر افغان خبریالانو سره په انلین بڼه د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا به هیڅکله په افغانستان کې پوځي مداخله ونه کړي او هیڅوک دې داسې تمه نه ‌لري. میرمن ډکر وویل چې د طالبانو حکومت سره د افغانانو د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره تماسونه لري.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر شپږم ( تلې ۱۴) کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو د فعال حضور او فعالیتونو څخه اندیښنه لري.

هغه وویل چې د افغانستان د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې د صبر پیمانه مخ په ډکیدو ده اود فرصت کومه کوچنۍ دریمڅه چې لا هم پرانیستې ده ممکن ژر وتړل شي. هغه وویل طالبان باید ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنه ومني.

د سیاسي چارو یو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي، کومې څرګندونې چې توماس نیکلاسن کړي طالبان هم پرې پوهیږي خو د ځینو ستونزو له امله د نړیوالې ټولنې غوښتنې نشي منلی.

ښاغلي سعیدي وویل: "طالبان هم په دې خبره پوهیږي خو دننه هغه مشکلات چې لري نشي کولی دنیا ته ځواب ووايي او تصمیم ونیسي".

د سیاسي چارو یو بل کار پوه قاضي محمد حسن حقیار وايي، چې د طالبانو حکومت پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتود چارواکو د څرګندونو پرتله د اروپايي ټولنې د چارواکو څرګندونې تل د ګواښونو ډکې وي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د روانې اونۍ په سر کې کابل ته راغلی دی او د طالبانو د حکومت د یو شمیر چارواکو او پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون یې د ځینو سیاسي مشرانو سره هم کتلي دي. طالبانو حکومت لا د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.