د مخامخ خبرو په پيل کېدو ښایي نور بندیان هم آزاد شي- فیصل

د افغان حکومت لخوا تازه ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي که د سولې خبرې ژر پیلیږي، شاید نور طالب بندیان هم آزاد شي.

افغان حکومت تېره ورځ د څرخي پله له زندان څخه ۱۰۲ نور طالب بندیان ازاد شول.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ مې ۵(غويي۱۶) ویلي چې یاد طالب بندیان د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د هغوی عمر، روغتیايي وضعیت، او د قید پاتې مودې ته په پام سره ازاد شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا همدارنګه له طالبانو څخه هم غوښتي چې د سولې مخامخ خبرو پیلېدو په هدف د افغان حکومت بندیان هم ژر تر ژره خوشي کړي.

امنیت شورا ویلي: "طالبان باید له خنډ او ځنډ پرته د دولت د لست مطابق د افغان ملي امنیتي ځواکونو غړي چې برمته کړي دي خوشي کړي، څو مخامخ خبري پیل شې، که د سولې مخامخ مذاکرات ژر پیلیږي، امکانات یې شته چې نور زندانیان هم آزاد شي."

افغان حکومت وايي تر دې دمه یې۸۵۰ طالبان پرېښي او ټاکل شوې ۶۵۰ نور هم په تدریجي ډول ازاد شي.

ولسمشر غني د تیر ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې پر ۲۰مه نېټه د سولې خبرو کې د پرمختګ او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ د افغان حکومت لخوا د خپلو سلګونو بندیانو د ازادېدو هر کلی وکړ او د دغه لړۍ د چټکېدو غوښتنه یې وکړه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او بین الافغاني خبرو پیلېدو په هدف باید د بندیانو ازادولو پروسه ګړندۍ شي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان هم د افغان حکومت د بندیانو ازادولو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د تیرې شنبې په ورځ وویل چې طالبانو تر مهاله ۱۰۷ زندانیان حکومت ته سپارلي چې یوازې ۵۸ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا هم ۴۶ بندیان ازاد شول چې د ملي امنیت شورا په وینا ۳۹ یې افغان امنیتي ځواکونه و.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون یوه برخه ده چې څه موده مخکې په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوي وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.