طالبان دراني ته: د پاروونکو تبصرو څخه چې د هیوادونو اړیکو ته زیان رسوي ډډه وکړئ

اصف دراني د پاکستان د پخوانیو سفیرانو یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان وضعیت ته د نړۍ نه پاملرنې له امله دغه هیوا یو ځل بیا په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ حالت سره مخ کیدلی شي.

د طالبانو حکومت افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني وروستیو څرګندونو ته چې د افغانستان وضعیت ته د نړۍ د نه پاملرنې له امله یې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ پیښې په څير د بلې دغسې پیښې احتمال یادونه کړې غبرګون ښودلې او د هغه څرګندونې یې د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د کډوډولو هڅه ګڼلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ اګست ۲۰( زمري ۳۰) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي چې اصف دراني وروستۍ څرگندونې له واقعیتونو څخه لرې دي.

هغه ویلي: " ښاغلی درانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي."

اصف دراني په اسلام اباد کې د پاکستان د پخوانیو سفیرانو یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان وضعیت ته د نړۍ د نه پاملرنې له امله دغه هیواد یو ځل بیا په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ حالت سره مخ کیدلی شي او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ پیښې په څیر پیښې بیا تکراریدلی شي.

د پاکستان د ایکسپریس تریبون انګلیسي ژبې ورځپاڼې د اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) د راپور له مخې دراني ویلي چې د اوکراین او غزې جګړو له افغانستان څخه د نړۍ پام اړولی دی.

هغه د قطر پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د دوحې ۳ غونډې کې افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې د کمیدو او هم دغه هیواد سره بشري مرستو کمیدل د خپلې ادعا د ثبوت په توګه یاد کړي دي.

هغه وویل: " زه فکر کوم دا به افغانستان بیرته د سپټمبر ۱۱ وضعیت څخه دمخه حالت ته ټیل وهي کوم چې په حقیقت کې د سپټمبر ۱۱ پیښه یې وزیږوله."

هغه زیاته کړه: " که اقتصادي وضعیت لا هم د خرابیدو په لور لاړ شي، زه فکر کوم زمونږ اندیښنه باید دا اوسي چې په افغانستان کې خلک به ددغه هیواد څخه وتل پیل کړي او د هغوی ترټولو علاقې وړ منزل پاکستان دی. دا هغه څه دي چې مونږ یې باید په اړه حساس اوسو او نړیواله ټولنه باید چې په اړه یې خپل مسوولیت باندې پوه شي".

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" او د طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو اغیزې پر پاکستان باندې هم یادې کړي او ویلي دي چې په افغانستان کې سوله اسلام اباد ته په ستونزه بدله شوې ده.

هغه وویل د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې لا خرابې شوي دي.

اصف دراني د طالبانو د حکومت ستونزو یاودنه هم کړې او ویلي دي چې د طالبانو لومړۍ ستونزه دا ده چې حکومت یې تراوسه هیچا په رسمیت نه دی پیژندلی. هغه دوېیمه ستونزه مالي ستونزې یادې کړي او ویلي دي چې کله طالبان واک ته ورسیدل خزانه یې تشه وه.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل دغو څرګندونو ته په غبرګون ویلي چې نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.

هغه ویلي افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.

ضیا احمد تکل ویلي: " د افغانستان حکومت [طالبانو حکومت] توانېدلی چې داعش فتنه‌گره ډله په بشپړ ډول وځپي، که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي."

همدا شان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې مسله د پاکستان کورنۍ مسله یاده کړې ده او ویلي دي چې د طالبانو حکومت د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد د پاکستان اغېزناک ارگانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.

طالبانو حکومت چې تیره اونۍ یې پر افغانستان باندې د خپلې واکمنۍ درېیمه کلیزه ونمانځله تراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی او هم د القاعده د ډلې په ګډون تروریستي ډلو سره د اړیکو د پریکون شرطونه له وړاندې ایښي دي.