طالبانو په قطر کې د امریکایي پلاوي سره څلورمه غونډه وکړه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه (جنورۍ ٢١) د قطر په مرکز دوحه د طالب استازو سره خبرې وکړې.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا خبرې له هغه وروسته وشوې چې موافقه وشوه چې د خبرو په اجندا کې به د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل شاملیږي او په آینده کې له افغانستان څخه چاته زیان نه رسول کیږي.

تیره اونۍ ښاغلي خلیلزاد په کابل کې پدې ټینگار وکړ چې طالبان باید د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي. خو طالبانو په وار وار د افغانستان د حکومت سره د رسمي خبرو کول رد کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد له دې دمخه څو ځلې په قطر او متحده عربي اماراتو کې د طالب استازو سره کتلي دي.

طالبان پداسې حال کې په قطر کې د امریکایي پلاوي سره گوري چې د رسنیو د رپوټونو له مخې څو ورځې مخکې یې په اسلام آباد کې د زلمي خلیلزاد سره د کتلو نه ډډه کړې وه.

طالبانو ویلي دي چې د امریکا سره د سولې خبرې یواځې هغه وخت بیا پیل کوي چې یواځې درې مسلو باندې خبرې وشي. پدغو دریو موضوعگانو کې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل، د بندیانو تبادله او د طالبانو پر مشرانو باندې د بندیز لرې کول شامل دي.