طالبان: پاکستاني ورانکارو هغه موټر سوځولی چې له افغانستان څخه یې هند ته انځر انتقالول  

د طالبانو حکومت ادعا کوي‌ چې له افغانستان څخه هند ته روان په انځرو بار یو موټر د پاکستان د بلوچستان د لورلایي په سیمه کې سوځول شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصاد مرستیال خاص سکرتر عبدالله عزام نن دوشنبه اګست ۲۸ (وږي شپږمه) په خپل ټویټر کې د دغې پېښې یوه ویدیو خپره کړې ده.

ده لیکلي دي چې «ورانکارو دا کار کړی» دی او وايي د دغو انځرو ارزښت ۳۰۰زره ډالر و.

عبدالله عزام دا یو «جرم بللی» او وايي چې د دواړو هېوادونو تجارتي روابط زیانمنولای شي.

هغه لیکلي دي: «دا په هېڅ صورت د منلو نه دي. که پاکستان له افغانستان سره ښه اقتصادي او ترانزیتي روابط غواړي،‌ باید د دا ډول پېښو مخه دې ونیسي.»

د پاکستان پولیس مقاماتو او په سیمه کې نیمه پوځي ځواک مسئولینو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي دي چې په دې سیمه کې داسې کومه پېښه نه ده شوې.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د برېښنا د قیمتونو د لوړوالي له کبله په لورلايي کې خلکو مظاهره کړې وه او دا لاره بنده وه. په پاکستان کې له څو ورځو راهېسې په دې اړه اعتراضونه کېږي.

له پرلپسې کار، اقداماتو او ژمنتیا سره سره افغانستان له پاکستان سره د ترانزیت په برخه کې ستونزې لری او افغان مقاماتو تل پاکستان تورن کړی دی چې په دې برخه کې متعهد نه دی.

همدغه راز، په تېر وخت کې افغان سوداګرو شکایت کاوه چې پاکستاني مقاماتو یې په مالونو بارۍ لارۍ په خپلې خاورې کې درولي‌او افغانستان ته یې نه پرېږدي، خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې له افغانستان څخه په انځرو بار د یو موټر د سوځولو ادعا کېږي.