فعالانې: که د نجونو ښوونځي خلاص نشول، ټول افغانستان کې مظاهرې کوو 

طالبانو تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي که طالبانو په یوې اوونۍ کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي خلاص نکړل، دوی به په ټول افغانستان کې مظاهرې وکړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو له څو ساعتونو وروسته طالبانو د نجونو متوسطه او عالي لېسې تر «امرثاني» پورې بېرته وتړلې. د طالبانو دا کار په نړیواله کچه وغندل شو.

په کابل کې د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري اوومه) په یو خبري کنفرانس کې د ښځو د حقونو فعالې حلیمه ناصري هغه اعلامیه ولوستله چې د ښځو د حقونو څلورو سازمانونو په ګډه لیکلې او برابره کړې وه.

هغې وویل: «موږ د اسلامي امارت په مشرانو غږ کوو چې په یوې اوونۍ کې دې د نجونو ښوونځي پرانېزي. که تر یوې اوونۍ وروسته هم د نجونو ښوونځي بند وو، موږ به یې په خپله خلاصوو او په ټول افغانستان کې به مظاهرې کوو.»

په اعلامیې کې راغلي دي چې د ښوونځیو د تړل کېد په ځای، طالبان باید په لېرو پرتو سیمو کې نور ښوونځي هم جوړ کړي.

اعلامیه وايي: «خلک نور دا ظلم زغملای نشي. موږ د چارواکو هېڅ ډول عذر نه منو.» د «افغان ښځو د سولې او ازادۍ» ټولنه د دغه کنفرانس یوه تنظیموونکې وه.

د دې ټولنې مرستیالې تورپیکۍ مومند خبریالانو ته وویل، چې دا د افغانستان د ټولو ښځینه ښوونکو او زده کوونکو په استازیتوب د طالبانو د حکومت د پوهنې له وزارت غواړي چې په خپله ژمنه ودریږي او پرته د نور ځنډ څخه دې ټول ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیځي.

میرمن مومند وویل: «.. دا د دوی شرعي حق دی چې ښوونځیو ته لاړې شي او عالي تحصیلات وکړي او وطن ته د خدمت مصدر شي.»

په همدغه کنفرانس کې یوې زده کوونکې زرغونه ابراهیمي وویل:«ښوونکي او زده کوونکي باید مظاهرې وکړي. نړیواله ټولنه باید زموږ ملا وتړي.»

د شګوفې په نوم د نهم ټولګي یوې زده کوونکې:« ایا تاسو غواړئ چې یوه ښځه د مرګ په حالت حتی کلیمه ونه لوستلی شي.»

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت لا د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه واضح دلایل نه دي ویلي، خو د طالبانو یو لوړ پوړي مقام سهیل شاهین د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې « لاهم ځیني عملي مسائیل» شته چې باید حل شي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د«امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت په کابل ښار او اړوند سیمو کې تفریحي پارکونو ته په یو وخت کې د ښځو او نارینه په ورتګ بندیز اعلان کړ او د ورتګ لپاره یې بیلې ورځې وټاکلې.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي:«د کابل ښار او مربوطاتو په ټولو پارکونو کې به تر دې وروسته د نارینه او ښځینه و د ورتګ ورځې جلا وي، د يکشنبې، دوشنبې او سه شنبې ورځې به د زنانه و لپاره ځانګړې وي او د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او هفتې ورځې به د سړیو لپاره ځانګړې وي.»

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې کابل ته داخل شول او بیا یې خپل حکومت اعلان کړ مګر تر دې دمه نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلي نه دي.

د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه دا ده چې طالبان دې همه شمول حکومت جوړ،د ښځو او نجونو حقونو ته درناوي وکړي، خو طالبان وايي چې حکومت يې همه شمول دی او د «شریعت په اساس» ښځو ته حقونه ورکوي.