پاکستان څخه ستنېدونکو نارینه محصلینو ته د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې وړیا زده‌کړې

په افغانستان کې دا وخت یوازې نارینه پوهنتونونو ته د تللو اجازه لري.

د طالبانو د حکومت مقامات وايي، په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونو ورسره ژمنه کړې ده چې په زرګونو افغان نارینه محصلینو ته چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنیږي، وړیا زده کړې برابروي او ډیرو نورو ته به تخفیف ورکوي.

د کابل د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالمتین رحیمزی وايي چې په دې اړه یې د پوهنتونونو له چلوونکو سره خبرې کړې دي.

هغه د امریکا غږ سره په مرکه کې د خپلو خبرو په اړه وویل: "هر پوهنتون د ۱۰۰ وړیا سکالرشیپونو ژمنه کړې ده، او د نورو راغلیو مهاجرینو لپاره اتیا سلنه تخفیف دی."

د طالبانو دغه چارواکي‌همدارنګه ویلي چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ماشومانو دپاره په خصوصي ښوونځیو کې د وړیا زده کړې ژمنې هم شوي دي.

مولوي رحیمزي وویل: "د خصوصي مکتبونو مسوول ډاډ راکړی چې تر یو لک پورې کسانو ته به وړیا د تعلیم زمینه برابره کړي."

د طالبانو دغه مقام د هغو ښځینه زده کوونکو او محصلینو په اړه څه ندي ویلي چې له پاکستان څخه په جبري ډول افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخامخ دي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې شاوخوا ۱.۷ میلیون افغان کډوالو ته چې اسلام اباد وايي، په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، خبرداری ورکړ چې د نومبر تر لومړۍ له پاکستان څخه ووځي، که نه په زور به وایستل شي.

په پېښور او د پاکستان په ځینو نورو ښارونو کې په زده کړو بوختو افغانو نجونو اندېښنه ښودلې چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې به د تعلیم کولو فرصت له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د لړۍ د پیل راهیسې، تر ۳۵۰ زره پورې وګړي افغانستان ته ستانه شويدي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په ستنو شویو کسانو کې دین محمد بلوڅ هم دی، نوموړی اوس له خپلې کورنۍ سره د کابل په بګرامیو کې اوسیږي. دین محمد او لور یې شېربانو د کابل ساړه ژمي ته په کتو له طالبانو د مرستو او دغه راز د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

نوموړی زیاتوي: "موږ په زیاتو مشکلاتو کې یو، اوبه نسته، مکتب ته اړتیا لرو او له امارت اسلامي څخه غوښتنه کوم چې یو نمره مځکه راکړي دلته له مجبوریه په کنډواله کې اوسیږو."

د هغه لور شېربانو وايي: "موږ په پاکستان کې سکول او مدرسه ویل، خو اوس چې دلته راغلي یو غواړو سکول او مدرسه ووایو خو هغه نشته."

طالب چارواکي وايي چې د بیرته ستنو شویو هیوادوالو لپاره د زده کړو د فرصت برابرولو ترڅنګ، د دوی د استعداد سره د سمو دندو د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر تر درې نیم میلیونه زیات یاد شویدی، چې په دغو کډوالو کې تر ۶۰۰ زره پورې هغه وخت پاکستان ته کډوال شول کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول.