طالبان: پر ازبیکستان او تاجیکستان د راکټونو توغولو ځیني عاملین ووژل شول

طالب چارواکو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په «قنچغه» سیمه کې د «خوارجو» (د داعش ـ خراسان څانګې) د یو مرکز د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې یو شمېر غړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) ویلي چې پر تاجیکستان او ازبیکستان وروستي راکټي بریدونه له دغه مرکز څخه تنظیم شوي وو.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې پر یاد مرکز د طالبانو ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پر تاجیکستان او ازبیکستان د وروستیو راکټونو توغولو درې عاملین وژل شوي او پنځه تنه ژوندي نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه د تاجیکستان پر سرحدي سیمو د راکټونو توغولو راپورونه ورکړل شوي دي چې د راپورونو په اساس د دغه بریدونو مسؤلیت د داعش ـ خرسان څانګې منلی دی.

په تازه پېښه کې د جولای میاشتې پر پنځمه نېټه د افغانستان له خاورې څخه د ازبیکستان پر خاورې د راکټونو توغولو راپور ورکړل شو، د ازبیکستاني چارواکو په وینا، له توغولو شوو راکټونو څخه یو هم ندی چاودیدلی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې د راکټونو لګېدلو له امله هیچا ته زیان نه دی رسېدلی او یوازې په سرحدي ښار ترمز کې څلورو کورونو ته لږ زیان رسولی دی.

د دغه بریدونو مسؤلیت هم د داعش ـ خراسان څانګې په غاړه اخیستی و او تر دې مخکې هم یادې ډلې ادعا کړې وه چې پر ازبیکستان یې نور ورته بریدونه هم کړي دي.

طالبانو په مستقیم ډول د داعش ډلې نوم نه دی یاد کړی، خو تل یې دغه ډله «خوارج» یاد کړي دي. ښاعلي مجاهد همدارنګه د تیري شپې په عملیاتو کې د یو نیول شوي کس د اعترافاتو ویډیو هم خپره کړې ده چې نیول شوي کس ویلي چې د «مقاومت جبهې» له داعش ډلې سره په همغږۍ دغه مهمات دوی ته چمتو کړي و.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې له دغه کس څخه تر کومو شرایطو لاندې اعترافات اخیستل شوي دي. دغه کس چې خپل ځان حسیب الله معرفي کوي په ویډيو کې لیدل کیږي چې له هغه څخه په دوو بېلو برخو کې اعترافات اخیستل شوي دي.

د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویلي چې یادو کسانو پلان لاره چې په راتلوونکي ورځو کې پر ازبیکستان او تاجیکستان نور راکټي بریدونه هم تر سره کړي.

د دغه ریاست د معلوماتو په اساس په دغه عملیاتو کې BM1 څو مرمۍ او څو نقلیه وسایط هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د مقاومت جبهې تر دا مهاله د نیول شوي کس د اعترافاتو په اړه چې ګواکې یاد مهمات د مقاومت جبهې لخوا دوی ته چمتو شوي څه نه دي ویلي.