ذبیح الله مجاهد: همه شمول حکومت جوړوو 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې د یو داسې همه شمول حکومت د جوړولو هلې ځلې روانې دي چې ټول افغانان په کې خپل استازي وویني.

ښاغلي مجاهد په کابل کې نن سه شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې له خبریالانو سره غږېده.د طالبانو دغه ویاند تر دې مخکې په هېڅ یو تلویزون او رسنۍ کې څرګند شوی نه و.

نوموړي وویل چې طالبان د غچ اخیستو په فکر کې نه دي او د دولتي کارکوونکو او د بهرنیو ځواکونو د ترجمانانو په ګډون به هېچا ته هم زیان ونه رسیږي.

هغه وویل چې د طالبانو مشرتابه عمومي بخښنه اعلان کړې او دا ډله نغواړي چې له هېچا سره «دښمني» وپالي.

هغه وویل چې افغانستان به «یو قوي اسلامي» حکومت ولري او په خبره یې د حکومت د څرنګوالي په اړه به افغان سیاستوال خبرې کوي خو نور جزیات یې ورنکړل.

نوموړي وویل چې هلې ځلې کوي خپل مخالفان وهڅوي چې په آینده حکومت کې ورسره برخه واخلي.

د طالبانو ویاند همدغه راز وویل چې ښځې د افغانستان مهمه برخه ده او د اسلامي قانون په اساس به هغوی ته د کار او تحصیل حق ورکول کیږي. هغه وویل چې په پولیسو، طب، څارنوالۍ او نورو برخو کې ښځو ته ضرورت دی.

هغه د هغو اندېښنو په اړه چې ګنې د افغانستان نظامي وسائیل له هېواد څخه بهر انتقالیږي وویل چې ټول سرحدونه یې په لاس کې دي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې «یو ټوپک» هم له افغانستان څخه بهر وباسي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه خپاره شوې او ادعا کیږي چې د افغان پوځ تجهیزات په ډیورېنډ کرښې اړول کیږي او یوه ویدیو خو داسې هم خپره شوې چې د افغان پولیسو یو «رنجر» موټر د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې لیدل کیږي چې د پاکستان بیرغ پرې ځوړند دی.

نوموړي همدغه راز وویل چې هېڅ یوې بهرني جنګیالي ته به په افغانستان کې د فعالیت او د نورو هېوادونو په ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ورنکړي.

هغه همدغه راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کوکنار د کرکیلې او قاچاقو په مخنیوي کې د طالبانو له نظام سره مرسته وکړي.