د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: په افغانستان کې پاتې کېدو او له خلکو سره مرستې ته ژمن یو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل پاتې کېدو ترڅنګ له اړمنو خلکو سره د مرستې په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی.

یوناما نن سې شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي په داسې حال کې چې وضعیت ډېرې پېچلی شوی، خو وايي بشر دوستانه ادارې په افغانستان کې د زیانمن شوو خلکو ملاتړ ته ژمنې دي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د مرستیال ډاکتر راميز الاکبروف له قوله ویل شوي: "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې په ملیونونو اړو خلکو ته دمرستې رسولو او دلته دپاته کيدو په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کوي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي چې کار يې په ځای پورې تړلي ندي په موقت ډول په بل ځای کې ځای پر ځای شوي، خو د بشردوستانه چارو ډير کار کونکي د بشردوستۍ له اصولو سره سم په بې پرې، او خپلواکه توګه د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره پاتې دي."

یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې زیانمن شوي خلک تر بل هر وخت ډيره اړتیا لري او په خبره یې ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه په افغانستان کې له خلکو سره مرستې ته ژمن پاتې دي.

یوناما پر داسې مهال په افغانستان کې پر پاتې کېدو او له اړمنو خلکو سره د مرستې پر ژمنې ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړو له امله د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو راپورونه ورکړل شول.

پر کابل باندې د طالبانو تر حاکمېدو درې وروسته نن د بې پولې ډاکترانو بنسټ هم وویل چې په افغانستان کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG