طالبان: ترکیه کې افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د چاپ او ویشلو لړۍ پیل شوه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د چاپ او ویشلو د لړۍ د پیلیدو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د یکشنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري اول) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې د پاسپورټونو د چاپ او ویشلو لړۍ تیره ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان په قونسګرۍ کې، چې دا مهال د طالبانو له خوا اداره کیږي پیل شوې ده.

ښاغلي تکل ویلي: "یاده دي وي چې د نویو پاسپورټونو د ورکړې لړۍ اوس مهال یوازې د هغو افغان ماشومانو لپاره مختص ده چې په یاد هیواد کې پیدا شوي وي."

دغه وزارت د نوو زیږیدلو ماشومانو شمیر نه دی ښودلی. خو په ترکیه کې اوس مهال د افغان کډوالو شمیر شاوخوا ۳۰۰ زرو ته رسیدلی دی. ددې شمیر سربیره د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلنو ترمنځ شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته تللي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې ماشومانو ته د پاسپورټونو د ویشلو دا لړۍ په داسې حال کې پیل کړې، چې په دغه هیواد کې میشت افغان کډوال د اوسیدانې د تمدید په برخه کې د جدي ستونزو سره مخ دي.

د " Turkey iResidence" ویبپاڼې د معلوماتو پراساس کوم کډوال، چې غواړي په ترکیه کې له ۹۰ ورځو زیات پاتې شي، باید په هرو ۱۸۰ ورځو کې د اوسیدو جواز تمدید کړي. دا جواز د یو کال څخه تر دوو کلنو پورې اعتبار لري. افغان کډوال ددې کار لپاره داسې پاسپورټونو ته، چې د اعتبار نیټه یې نه وي پوره شوي، اړتیا لري.

یو شمیر افغان کډوال وايي، چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ دوی ته د نوو پاسپورټونو د ورکولو پرځای د پاسپورټونو د تاریخ د تمدید لپاره پر زړو پاسپورټونو باندې نښې لګوي، خو د ترکیې ځینې ادارې دا کړنلاره نه مني.

د استانبول په ښار کې یو افغان کډوال حسین سروري امریکا غږ ته وویل: "کله، چې د استانبول د اسنیورت په سیمه کې د خپلې کورنۍ د اوسیدانې د مودې د تمدید لپاره ورغلم، د اسنادو د ثبت مامورینو راته وویل، چې ستاسو د پاسپورټونو تاریخ پای ته رسیدلی دی او پر پاسپورټ باندې د تاریخ د تمدید لپاره لګول شوی نښه مونږ ته اعتبار نلري".

په ترکیه کې یو افغان کډوال جمشید اسحاقزي وویل: "د خپل زوی د اوسیدو د تمدید لپاره په استانبول کې د کډوالۍ د ادارې یوې څانګې ته لاړم خو کله، چې ددې ادارې مسولین متوجه شو، چې ماسره په لاس کې پر پاسپورټ باندې د تاریخ د تمدید لپاره نښه لګیدلې، هغه یې رد کړ او ویې ویل، چې دا ډول تمدید زمونږ لپاره اعتبار نلري."

د کډوالو د چارو ځینې کارپوهان په دې نظر دي، چې ترکیې ته تللي افغان کډوال ددغه هیواد څخه نورو اروپايي هیوادونو ته د تللو په لټه کې دي، چې په پاسپورټونو باندې د نښې لګول ددې سبب کیږي، چې ځینې هیوادونه پر دغسې پاسپورټونو د ویزو غوښتونکو ته ویزه ورنکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغان کډوال ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوي او په دغو هیوادونو کې دیره دي.