ملګري ملتونه: طالبانو په افغانستان کې د پولیو کمپاین ځنډولی؛ طالبان: نه دی ځنډېدلی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو ۱۸ بېښې ثبت شوې

راپورونه وايي چې د پولیو د کمپاین د تطبیق په څرنګوالي باندې د طالبانو حکومت او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د بحثونو او جنجال له کبله په افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین ځنډول شوی دی.

خو طالبان وايي چې په دې اړه لا «رسمي څه نشته».

ملګرو ملتونو نن دوشنبه سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۶) وویل چې طالبانو دغه کمپاین ځنډولی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي وايي په هغو بحثونو خبر دي چې په افغانستان کې د کور په کور په ځای په جوماتونو کې د واکسین تطبیق کېدل غواړي.

اسوشیتډ پرس د عامې روغتیا د سازمان د یو مقام حامد جعفري په حواله لیکلي: «د پولیو د محوه کولو نړیوال ابتګار د پالیسۍ د تازه بحثونو په اړه خبر دی چې د پولیو کور په کور کمپاین ساحې-په ساحې کمپاین ته انتقالوي.»

نوموړي وویل چې په دغه کمپاین کې دخېل شریکان یې «په اوسنۍ تګلارې کې د هر بدلون د اغیز او اندازې د درک په اړه یې د بحث په پروسې» کې لګیا دي.

په افغانستان کې د پولیو واکسین کوونکي کور په کور ګرځي او ماشومان واکسین کوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له دې لارې اکثریت ماشومان واکسین کېږي. خو په کندهار کې، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده مرکز بلل کېږي، دا واکسین په سیمو او جوماتونو کې کېده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په کندهار کې د پولیو پېښې ځکه زیاتې دي،‌ چې هلته کور په کور واکسین نه کېږي. دغه سازمان دا خبره هم کوي چې د واکسین په دغه کمپاین کې شاملې واکسین کوونکې«میرمنې تقریبآ ۲۰ سلنه دي چې کافي نه دي او له کبله یې په ځینو برخو کې ټول ماشومان هم نه شي واکسین» کېدای.

طالبان دا ټېنګار هم کوي چې باید له واکسین کوونکو ښځو سره یې محرم هم وي.

دا تغیر داسې مهال راغلی دی چې ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د سپتمبر په میاشت کې د پولیو کمپاین پیل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي:‌ «ځینې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې په افغانستان کې د پولیو واکسین منع شوی، او یا هم بند شوی دی ، ستاسې د معلوماتو لپاره باید ووایو چې په دې اړوند تر اوسه د واکسین د تطبیق د منع یا بندیدو اړوند رسمي څه نشته او نه هم د بندیز کومه ستونزه وجود لري.»
ده ویلي دي چې دوی هڅه کوي چې «ټولو هغه مشروع او تخنیکي نظریو سره مل د پولیو واکسین تطبیق کړي چې د ټولنې په کچه مؤثر او مثمر تمام» شي.

په افغانستان کې د پولیو د کمپاین بندېدل د پولیو د محوه کولو د کمپاین په وړاندې لوی خنډ بلل کېږي. دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ پېښې ثبتې شوي دي. دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې شپږ و.

د پولیو د محوه کولو نړیوال ابتګار، چې هرکال تقریبآ یو میلیارد ډالر لګوي چې دا واکسین ختم کړي، ځو څلې پاتې راغلی دی چې په ټاکلي وخت سره دا ویروس ختم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د واکسین په کمپیاین کوونکو باندې بریدونه شوي او یو شمېر یې وژل شوي‌ او ژوبل شوي دي. نا امني، دودونه، د میند او پلرونو او کورنیو نه همکاري د پولیو واکسین د محوه کولو د کمپاین په وړاندې لوی خنډونه شمېرل کېږي.