طالبان: د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي څرګندونې عقده يي دي

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې «غیر مسؤلانه او عقده يي» بللي دي.

ښاغلي بنیت تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ناستې ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او دا وضعیت «د استبداد په لوري»روان دی.

ښاغلي بنیت پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو بحراني وضعیت ته رسېدو په اړه اساسي تغیراتو باندې په ټینګار سره وویل: «د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو په اړه جدي شاتګ، په مخالفانو او منتقدانو باندې غچ اخیستونکي بریدونه او د بیان د ازادۍ ځپل د استبداد په لوري نزول دی.»

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۲) یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: "داچې د ملګروملتونو له آدرسه بې مسئولیته، عقده مندانه څرګندونې خپریږي او د ا.ا په ضد خصمانه دريځ نیول کیږي، موږ يې غندو او د تأسف وړ يې بولوو. ملګري ملتونه باید د ټولې نړۍ د انسانانو عقایدو، نظرونو او باورونو ته درناوی ولري او د مشخصو هېوادونو د مزاج سره برابر موقف ونه نیسي."

د افغانستان بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي تر دې مخکې هم ویلي و چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو فکر کې تغیر نه دی راغلی او د ښځو او نجونو وضعیت یې د طالبانو د تیر حکومت مهال ته ورته بللی و.

خو د طالبانو حکومت ویاند ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ښځو ته هیڅ ګواښ نه دی متوجه، هیڅ ښځه په جګړه کې نه وژل کیږي او همدارنګه هیڅوک د «افغان ښځو عزت ته» په بد نظر نشي کتلی.

نوموړي زیاته کړې چې د دې ترڅنګ ګڼې مېرمنې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په کارونو بوختي دي او په خبره د نورو لپاره د ښه کاري چاپېریال رامنځته کولو هڅې هم روانې دي.

پر همدې مهال د ښځو د حقوقو فعالې محبوبه سراج، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ناستې ته ویلي چې افغان ښځې له« صحنې څخه ایستل» شوي دي.

نوموړې زیاته کړې: "موږ ورکې شوي یو، یا د ورکېدو د احساس درک کوو؟موږ څنډې ته شوي یو او نه پوهیږو چې نور څه وکړو.دا وروستۍ هیله او وروستی ځل دی چې دا سې ځای ته ځم چې له نړۍ سره خبرې وکړم په دې دلیل چې له دې کار څخه خسته شوې یم او تر هغه زیات یې نشم تر سره کولای."

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یاد لیک کې ویلي، نه یوازي دا چې طالب چارواکي د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو تامین په برخه کې پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې تاوتریخوالی یې نور هم زیات کړی دی.

د دغه سازمان په خبره، طالبانو په تیر یو کال کې له بشري حقونو څخه د ملاتړ کلیدي بنسټونه په «سیستماتیک» ډول منحل کړي او د بیان ازادي، مدني حرکتونه او د افغانستان د ټولو وګړو حقوق یې تر فشار لاندې راوستي دي.خو طالبانو تر دې مخکې د هغوی لخوا د بشري حقونو د نقض په اړه راپورونه پروپاګند بللی و.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې پر قومي او مذهبي لږکیو د داعش ډلې د چاودنو مخنیوي کې د طالبانو حکومت په پاتې راتلو او چلند باندې انتقاد کړی دی.

دغه سازمان د سپټمبر پنځمه (وږې ۱۵) په یو راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د یو کال حاکمیت پرمهال داعش ډلې په افغانستان کې پر هزاره وګړو د ۱۳ بریدونو مسؤلیت منلی دی او لږ تر لږه په درې بریدونو کې دخیل پيژندل شوي دي. د بشري حقونو څار سازمان په وینا په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه ویلي چې په تیر یو کال د ټولو اقلیتونه حقوق خوندي شوي، او په خبره یې هیڅ وګړی او یا ډله نه دي وژل شوي او همدارنګه د اقلیتونو پر عبادت ځایونو د بریدنو مخه هم نیول شوې ده.