د لوګر د څرخ ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

عکس (ارشیف)

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د سقوط او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه حکومتي چارواکي، وسله وال طالبان او د سيمې اوسېدونکي ضد او نقيضې ادعاوې لري.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ نن دوشنبه مارچ ۲۲(وري ۲) امريکاغږ ته وويل د څرخ ولسوالۍ مرکز چې په دوو ښوونځيو کې فعال و، د خلکو او د معارف مسؤلينو د غوښتنو پر اساس پرون خپل پخواني ځای «ډبر» سيمې ته انتقال شو.

نوموړي زياته کړه چې د ښوونيز کال په پيلېدو سره د ولايتي ادارې له سپارښتنې سره سم د ولسوالۍ مرکز د مولانا عبدالقادر او خواجه اسماعيل له ښوونځيو څخه خپل پخواني ځای ته ولېږدول شو.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د طالبانو د بريدونو په نتيجه کې حکومتي ځواکونه له يادې ولسوالۍ نه وتلو ته اړ شوي او ولسوالي د دوی لاس ته لوېدلې ده.

په همدې حال کې د سيمې اوسېدونکي وايي چې په ياده سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د والي ویاند دیدار لونګ وايي چې وسله والو طالبانو پر ملکيانو ډزې کړي او مرګ ژوبله يې پېښه کړې ده، خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دا مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو د توپونو د ډزو له امله ده.

څرخ ولسوالي د لوګر له مرکز پل علم نه جنوب لوري ته په ۲۳ کيلو مترۍ کې پرته ده چې د دغه ولایت له ناامنه سیمو څخه بلل کیږي.