طالبانو د دوامداره عملي ډیالوګ د اړتیا په تړاو د لاوروف د څرګندونو هرکلی کړی

لاوروف الماتي کې د ټولیز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل چې روسیه د حقیقي پروژو پلي کیدو لپاره طالبانو سره د لا باثباته او دوامداره عملي ډیالوګ اړتیا غوښتنه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه حکومت سره د اړیکو د ټینګولو د اړتیا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي دي چې دغه حکومت تل پر مشترکو مسایلو د جامع او پایله درلودونکو خبرو باندې ټینگار کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ درېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دغه وزارت د سرګي لاوروف د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې د طالبانو د حکومت سره یې د لا زیات باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

ښاغلي بلخي لیکلي: "اسلامي امارت (طالبانو حکومت) ټینګار کړی، چې د یو مسوول حکومت په توګه چمتو دی، چې د ټولو لوریو سره پر مشترکو مسایلو جامع او پایله لرونکي خبرې اترې ولري".

د تاس خبري اژانس د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) راپور ورکړی چې سرګي لاوروف د قزاقستان په پایتخت الماتي کې د ټولیز امنیت تړون د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته په وینا کې وویل چې روسیه د حقیقي پروژو د پلي کیدو لپاره د طالبانو سره د لا باثباته او دوامداره عملي ډیالوګ n اړتیا غوښتنه کوي.

لاوروف دغه راز وویل چې د ټولیز امنیت تړون د سازمان غړو هیوادونو د طالبانو له حکومت سره د دوامداره پروژه محورو خبرو پر اړتیا توافق کړی دی. هغه زیاته کړه: "په ټوله کې موږ د واقعي پروژو د عملي کولو په هدف د طالبانو له حکومت سره چې په حقیقت کې د هیواد (افغانستان) کنټرول په لاس کې لري د باثباته، دوامدارو او اساسي خبرو اترو پلويان یو."

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدې خبري کنفرانس ته وویل چې لا هم د افغانستان له خاورې څخه ګواښونه دوام لري، ځکه چې د هغه په وینا د القاعدې او داعش ډلو په څیر د تروریستي ډلو هستې لا هم په دغه هیواد کې شته دي.
لاوروف وویل: "د طالبانو حکومت له دغو تروریستي ډلو سره جنګیږي او موږ له دغې مبارزې سره مرسته حیاتي ګڼو."

د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته د تروریستي ډلو د ګواښونو په اړه د سرګي لاوروف څرګندونو ته مخامخ غبرګون نه دی ښودلی، خو دومره یې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د ناامنۍ عوامل له منخه تللي دي او ورسره په افغانستان کې د پانګونې او سترو پروژو د پلي کولو زمینه هم برابره شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي‌ واسیلي نبنزیا تیره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې له طالبانو سره له خبرو اترو پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله نه شي راتللی.

هغه ټینګار وکړ:‌ "موږ باور لرو چې د افغانستان په تړاو هر ډول رغنده بحث د اوسني حاکمانو د چارواکو له مستقیم دخالت پرته ممکن نه دی. روسیه په سولې او ثبات کې د ژوند کولو لپاره د افغانستان د خلکو له حق او غوښتنې څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او په سیمه کې ثبات له دې سره تړاو لري."

د هغه په وینا له روان کړکیچ څخه د افغانستان وتل او له نړیوالې ټولنې سره د دغه هیواد بیرته یوځای کیدل دې مسلې پورې تړلی دی.

د روسیې چارواکو تائید کړې ده چې مسکو غواړي د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم لیرې کړي او ملګرو ملتونو ویلي چې دا واقعیت مني.

د تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه استازولۍ مشرې روزا اوتنبایووا ویلي که روسیه د غیرقانوني سازمانونو له لیست څخه د طالبانو نوم لیرې کړي،‌ ملګري ملتونه یې د یو بشپړ واقعیت په توګه مني.

اوتنبایووا د تاس د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي: "دا به د ژوند یو واقعیت وي او د بحث لپاره به په کې څه نه وي. تر کومه چې زه پوهېږم ژر به په دې اړه فرمان د ولادیمیر پوټین [د روسیې ولسمشر] له خوا لاسلیک شي."

د نیکاراګوا له خوا طالبانو حکومت ته د غیر مقیم سفیر د ټاکنې هرکلی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بله لنډه اعلامیه کې چې ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره کړې ویلي دي چې طالبانو حکومت په لومړي ځل د نیکاراګوا جمهوریت له خوا افغانستان لپاره په بیجینګ کې د غیر مقیم سفیر د ګمارنې سره موافقه کړې او هرکلی یې کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزارت په بیجینګ کې ... لوی سفارت ته هدایت ورکړی چې په بیجینګ کې د نیکاراګوا له سفارت سره نږدې کاري اړیکې ولري. د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا د جمهوریت سره د دپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کیدل مثبت پرمختګ بولي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوi اړخیزې لیوالتیا وړ برخو کې د اړیکو د لا زیاتې پراختیا هیله کوي".

په نیکاراګوا کې سیمه ایزو مطبوعاتو شنبه جون ۲۲ (چنګاښ دویمه) ویلي چې د دې هیواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو واک لاندې ادارې لپاره نوی سفیر پداسې حال کې ټاکلی چې د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د E1 19 ډجیټل په نامه یوې خپرونې چې د حکومت په طرفدارۍ لیکنې کوي ویلي چې په چین کې د نیکاراګوا سفیر، مایکل کامپبیل به د افغانستان لپاره ددې هیواد سفیر وي خو چارې به د چین له پایتخت بیجنګ څخه پر مخ وړي.

د نیکاراګوا د جمهور رئیس مرستیالې روزاریو موریلو په یوې اعلامیې چې په سمیه ایزو مطبوعاتو کې خپره شوې ویلي، " مونږ د افغانستان اسلامي امارت، ولس او حکومت څخه مننه کوو چې زمونږ په ملګري مایکل کامپبیل یې رحم وکړ".

د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې د دې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی. د نیکارواګوا د حکومت په اعلان کې هم د طالبانو په رسمیت پیژندل ندي یاد شوي.

چین هم په افغانستان کې سفیر لري خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت ندی پیژندلی.