طالبان: د دولت د زرو بندیانو د آزادیدو بهیر بشپړ شو

طالبانو ویلي دي چې د دوحې د هوکړې له مخې یې، د دولت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشې کیدو په اړه خپله ژمنه عملي کړه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ جولای ۳۰( زمري ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نن یې په هرات، فراه ، غور ، نیمروز، زابل او بلخ ولایتونو کې د دولت ۸۲ بندیان آزاد کړي دي.

ددغې اعلامیې له مخې طالبانو په تیرو درې نیمو میاشتو کې د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې د دولت۱۰۰۵ بندیان آزاد کړي دي.

طالبان ادعا کوي چې تر اوسه یې د دولت ۹۰۰ بندیان آزاد کړي دي.

بلخوا افغان حکومت ویلي دي د هغو بندیانو په ډله کې چې طالبانو تر اوسه آزاد کړي، یو شمیر یې عادي وګړي او د دولت ملکي کارکوونکي دي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه ټول ۱۰۰۰ تنه نظاميان وای.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې چې د فبروري به ۲۹ نیټه په قطر کې لاسلیک شوه، د افغانستان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو باید د دولت ۱۰۰۰ بندیان آزاد کړي وای.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې ۶۰۰ بندیان چې طالبان یې د خلاصیدو غوښتنه کوي، د "حق العبدي" ادعاوو له مخې نشي آزادولی، خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو لړۍ به ډیر ژر تکمیل شي.

تر اوسه دا معلومه نده چې د افغان حکومت له خوا ازاد شویو طالب بندیانو کې به هغه کسان هم وي چې د حق العبدي ادعاوې پرې شته.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ته منسوب ټویټر کې لیکل شوي: "د لوی اختر پورې د کابل ادارې متباقي بندیان آزادوي چې په دې توګه د ۱۰۰۰ بندیانو د ازادیدو رقم پوره کیږي. مقابل لوری هم باید د دوحې د توافق پر اساس ۵۰۰۰ طالب بندیان د سپارل شوي لیست له مخې آزاد کړي."

له دې وړاندې د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د سولې د مذاکراتو په وړاندې د خنډونو د ډیر ژر لرې کیدو غوښتنه کړې وه او د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر په ګړندیتوب یې ټینګار کړی وو. په دې پیغام کې راغلي وو چې زندانیانو د آزادیدو لپاره د تعهداتو عملي کیدل کولای شي سولې ته د رسیدو لار لنډه کړي.

طالبانو چې په وروستیو میاشتو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په وړاندې تاوتریخوالی په بې سارې ډول زیات کړی و. خو له بلې خوا یې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ چې په ځواب کې یې افغان حکومت هم د طالبان ددې ګام څخه په هرکلي، امنیتي ځواکونو ته د اوربند امر وکړ.

بلخوا د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهار شنبې په ماښام د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د اوربند د غځیدو او یا هم تاوتریخوالي د کمیدو، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل او د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.