د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار-لښکرګاه پر لار پر افغان ځواکونو موټر بمب بریدونه شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په هلمند کې چارواکي‌ وايي تېره شپه د کندهار – لښکرګاه په لويه لاره کې وسله والو طالبانو د امنیتي قواوو پر مرکزونو د موټر بم دوه بریدونه کړي چې دوه افغان سرتیري پکښې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن یکشنبه جولاۍ ۲۶ (زمری۵) امریکا غږ ته وویل چې دغه موټر بم چاودنې د نهر سراج لومړۍ شهرا پر سر باندې شوي دي.

دا په تېرو درې ورځو کې دوهم برید دی چې د کندهار – لښکرګاه په لويه لاره کې کیږي.

پر همدې مهال په کندهار ولایت کې امنیتي سرچینو د نوم خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر عبدالناصر هم له خپلو دوو ساتونکو سره په ماین چاودنه کې وژل شوی.

د کندهار والي ویاند په دې اړه څه ونه ویل او وسله والو طالبانو هم تر دامهاله د دغو بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې.

دارزګان برید

د ارزګان مرکز ترینکوت اړوند چنارک امنیتي مرکز کې په یوه داخلي برید کې څلور ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي امریکا غږ ته وویل: "نن سهار څلور بجې د ترینکوټ ښار شمال خواته د چنارک سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو په یوه مرکز کې نفوذي بریدګر پر خپلو همکارانو حمله کړې څلور تنه يې وژلي او خپله له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی."

نوموړي زیاته کړه چې برید کوونکي د یاد مرکز یو رینجر موټر او وسلې هم له ځان سره طالبانو ته وړي، خو امنیتي مرکز ته نوي سرتیري رسیدلي.

څو میاشتې مخکې امنیتي ځواکونو دا سیمه تر کنترول لاندې راوستله او ولسي پاڅون کوونکو يې د امنیت چارې په غاړه اخیستي.

په ارزګان ولایت کې د پوليسو په لیکو کې تر دې مخکې هم نفوذي بریدونه شوي، خو د ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې دا لومړی ځل دی.

ارزګان چې له امنيتي پلوه يې په ډيرو برخو کې د دولت مخالف وسله وال طالبان پراخ حضور لري په ځینو برخو کې يې د سیمه ییزو پوليسو تر څنګ ولسي پاڅون کوونکي هم فعالیت لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG