د طالبانو حکومت وايي د پاسپورتونو ویشل بیا پیلوي

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، چې د یو اوږد ځنډ وروسته ټاکل شوې راروانه اونۍ به د پاسپورټونو د ویشلو بهیر بیرته په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب څلورم) یو خبري کنفرانس ته وویل، چې ددغه ریاست ټولې تخنیکي ستونزې حل شوي او د پاسپورټونود ویشلو بهیر به د راروانې چهارشنبې د کب په لسمه ورځ په ټولو ولایتونو کې بیرته پیل شي.

د پاسپورټ د ادارې عمومي رئیس مولوي حسیب وویل، چې د افغانستان ۳۴ ولایتونه یې د ډیر نفوس لرونکي، منځنۍ کچې نفوس لرونکي او کم نفوس لرونکي ولایتونو په دریو ډلو ویشلي دي او د پلان له مخې به هره ورځ په دغو ولایتونو کې ۱۰۰، ۸۰ او ۶۰ جلده پاسپورټونه متقاضیانو ته ورکړل شي. همداشان هغه وویل، چې هڅه کوي د پاسپورټ د ویشلو شمیر په ورځ کې لسو زرو ته لوړ کړي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رئیس هغه اوازې، چې په لومړي سرکې به پاسپورټونه ددغه حکومت اړوندو کسانو ته ورکړل شي ردې کړې. مولوي حسیب وویل " پاسپورټ د ټولو هیوادوالو حق دی. هرڅوک، چې افغان وي که مسلمان وي او یا کافر مونږ یې حق ورته ورکوو. د نوبت پر اساس راځي او خپل حق ترلاسه کوي".

د پاسپورټ د ریاست د معلوماتو له مخې د کومې مودې راهیسې، چې دا دفتر بند و، ډیرو زیاتو خلکو د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره دغه ریاست سره خپل نومونه لیکلي دي، چې د نوبت پر اساس به د پاسپورټ غوښتوونکو ته پاسپورټونه ورکړل شي.

طالبانو حکومت شاوخوا پنځه میاشتې دمخه په افغانستان کې د ناڅرګندو دلایلو له مخې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر وځنډوه.د طالبانو حکومت د پاسپورټونو د ځنډ علت تخنیکي ستونزې یادې کړې وې او ویلي و، چې دغه ستونزه به ژر حل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د ریاست مرستیال شیرشاه قریشي وویل، چې دا اداره د خلکو ستونزې درک کوي او ددې لپاره چې د افغانستان خلک د خپلو اساسي حقونو څخه یو حق چې د پاسپورټ لرل دي ورسیږي زیاتې هڅې کړي دي.

ښاغلي شیرشاه وویل " مونږ ژمنه کوو، چې دا ځل د پاسپورټ ریاست په بشپړ چمتوالي سره خپل فعالیت بیرته پیلوي او د هرپلوه د پرسونل له پلوه او هم د تخنیکي تجهیزاتو له پلوه او هم د پاسپورټ له پلوه کافي امکانات په لاس کې لرو او باور لرو، چې له دې وروسته به د پاسپورټ د ویشلو بهیر ونه ځنډیږي".

افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته بهر ته د تللو افغانانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالي راغلی دی، چې ورسره د پاسپورټ د ویشلو بهیر هم په دغه څه باندې یو نیم کال کې څو ځلې بند او بیا بیرته پیل شوی دی.

د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بندیدو وروسته د پاسپورټ غوښتوونکو په تور بازار کې د زیاتو پیسو په ورکولو د پاسپورټونو اخیستلو ته مخه کړې ده.

د پاسپورټ یو شمیر غوښتوونکو امریکا غږ ته ویلي و، چې په تور بازار کې د یو جلد پاسپورټ بیه د دوو زرو څخه تر څلورو زرو ډالرو پورې لوړه شوې ده. دا بیې په داسې حال کې لوړې تللي، چې په رسمي ډول د یو جلد پاسپورټ بیه ۱۲۰ ډالره ټاکل شوې ده.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، چې د بایومتریک پرته ویشل شوي پاسپورټونه اعتبار وړ نه دي او د خلکو یې غوښتي، چې باید د جعل کارانو او کمیشنکارانو د چل ښکار نه شي او هیچا ته د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره پیسې ورنکړي.

د پاسپورټ د ریاست ویاند نورالله پتمن، خبریالانو ته وویل، چې په تیرو شپږ میاشتو کې یې ۱۵۰ تنه کمیشنکاران نیولي او اړوندو ادارو ته یې د پلټنو لپاره سپارلي دي.

تر دې مخکې هم څو ځلې د پاسپورټونو د وېشلو د پيل خبرونه خپاره شوي‌ وو چې بیا دا کار ونشو.