طالبان: د غني د سولې پر وړاندیز مو پریکړه نده کړې

طالب مشرانو تر اوسه د ولسمشر محمد اشرف غني د "قید و شرط پرته" سولې د وړاندیز په اړه پریکړه نده کړې.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي په پاکستان کې د امریکاغږ خبریال ته ویلي "تر اوسه د مشرانو موقف له ما سره شریک شوی ندی او زه نشم کولې چې پدې هکله تبصره وکړم."

ولسمشر غني دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې له هرډول قید و شرط پرته له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ګڼو هیوادونو طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز ملاتړ کړی دی.

طالبانو د ولسمشر غني دغې بلنې ته رسمي غبرګون ندی ښوولي خو تیره اونۍ طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان له دیني علماو وغوښتل چې په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په تړاو په جوړیدونکې غونډه کې ګډون ونکړي.

طالبانو پخوا د افغانستان له حکومت سره د سولې نیغې خبرې رد کړې وې، خو په وارو یې ویلي چې له امریکا سره مخامخ مذاکراتو ته چمتو دي. طالبان ادعا کوي چې افغان حکومت د جنګ د ختمولو پوره واک نلري.


که څه هم د طالبانو د مشرتابه شورا تر اوسه د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز په ځواب کې چپه خوله پاتې ده خو د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې په طالبانو کې ځيني کړۍ د جنګ ختمولو او د سولې خبرو ته لیوالتیا لري.