د طالبانو مشر د مذکراتو لپاره د امریکا وړاندیز غیر منطقي او عملي وباله

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د شبنې په ورځ له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو په اړه د امریکا د وړاندیز په اړه عکس العمل ښودلی دی.

د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د امریکا د سولې د وړاندیز په اړه چې مشري به یې د افغان حکومت پر غاړه وي غبرګون ښودلي او هغه یې ، غیر عملي او د نه منلو وړ بللی دی.

ملا هیبت الله اخندزاده په دې پیغام کې د لومړي ځل لپاره خپلو لارویانو ته له امریکايی چارواکو سره د طالبانو د ملاقاتونو په اړه خبري کړي او هغه یې "مقدماتي" لیدنې بللي دي.

د سهیلي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د جولای ۲۳ نیټه په قطر کې د امریکايي پلاوي مشري کوله، هغه هیواد طالبانو ته یې سیاسي دفتر ورکړی.

د طالبانو د ډلې مشر ټینګار کړی چې له امریکايي چارواکو سره هر ډول مذکرات باید په صادقانه ، موثر او له چل او درغلیو پرته وشي څو عمده مسایل هوار شي، نه دا چې د مذاکراتو له بهیر څخه د تبلیغاتو او عامه افکارو د بدلولو لپاره کار واخیستل شي.

اخندزاده په افغانستان کې روان جنګ له داسې یوه ماشوم سره تشبیه کړی چې " د امریکايي نیواک څخه زیږیدلی" نوموړي او ټینګار کړی چې یوازې واشنګټن کولای شي له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتو نیټه مالومه کړي.

د افغان طالبانو د مشر په دې پیغام کې راغلي چې متحدو ایالتونو د جګړې له مسولیت څخه د اجتناب په موخه نورو مسایلو ته مخه کړې چې په وینا یې نه منطقي دي او نه هم عملي.

د طالبانو د مشر په وینا د افغانستان په اړه به د امریکا د پالیسیو دوام ددې لامل شي چې دا جګړه واشنګټن ډیره قیمته تمامه شي او بالاخره به د ناکامۍ په لور ولاړه شي.

د طالبانو مشر په دې پیغام کې ویلي تر هغه وخته چې بهرني ځواکونه افغانستان پرې نږدي دا ډله به په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه وانخلي.

اخوا د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن شنبه په یوې مشورتي غونډه کې وویل، افغان حکومت د سولې لپاره طرحې او پروګرامونه لري او له دې پروګرامونو اسلامي هیوادونه، د سیمې هیوادونه او نړیواله ټولنه هم ملاتړ کوي چې دا مسله ددې لامل شوې څو طالبان د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړي.