د لاس رسي وړ اتصالات

جیم متیس: د طالبانو تاوتریخوالی ښایي دوام ورکړي


د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، د پنجشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې د طالبانو ډله ښایي د افغانستان د پارلماني انتخاباتو له کیدو دمخه چې ټاکل شوې د اکتوبر په میاشت کې وشي، خپلو حملو او تاتریخوالي ته دوام ورکړي.

خو د امریکا د دفاع وزیر په ټینگار سره وویل د افغانستان حکومت به چې غربي ځواکونه یې ملاتړ کوي له ملتې سره مخامخ نشي.

د ښاغلي متیس څرگندونې څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې د رپوټونو له مخې د طالبانو ډلې د پاکستاني، عرب او چیچین سخت دریځو په ملاتړ د غزني پر ښار د څو اړخونو نه بریدونه وکړل، خو د پنځو ورځو جگړو وروسته له ماتې سره مخامخ شول.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وویل چې طالبانو پر غزني ښار باندې په برید سره "شپږ هدفونه درلودل" خو هیڅ یو هدف ته ونه رسیدل. د امریکا د دفاع وزیر د طالبانو دغه ذکر شوي شپږ هدفونه څرگند نه کړل.

ښاغلي متیس همداشان خبرداری ورکړ چې د طالبانو یو شمیر جنگیالي اوس هم د غزني ښار په کورونو کې پټ شوي او "هڅه کوي چې بیا مجهز" شي.

ښاغلي متیس ویلي دي چې د طالبانو ډله د غزني خلکو په منځ کې محبوبیت نه لري ځکه هغوی "له ویرې او ډار نه کار اخلي، له بمونو نه کار اخلي، ځکه چې په رایو کې نه بریالي کیږي."

پدې ترڅ کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې طالبانو تمه درلوده چې له اوربند دمخه د قدرت او نفوذ نه برخورداره شي. خو په بدل کې د جمهور رئیس غني په وینا "هغوی {طالبان} نا امیده شول—نه کوم څه زیات له دې نه."

ښاغلي غني همداشان وویل چې د طالبانو ډله "قوت نلري چې په افغانستان کې سیمې ونیسي او هغه کنترول کړي، خو هغوی به ورته حملو ته دوام ورکړي."

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس همداشان ټینگار وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه بالاخره د طالبانو پر ډلې باندې بریالي کیږي او په پای کې دغه ډله به د سولې خبرو ته مخه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان د جگړې په اړه پداسې حال کې څرگندونې کوي چې ټاکل شوې تر یوې اونۍ پورې د اسیا د جنوب او افغانستان لپاره د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ستراتیژي یو کلنه کیږي، هغه ستراتیژي چې په کې د افغانستان نه د امریکا د متحده ایالاتو د قواو د ایستلو لپاره کومه نیټه نده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG