کابل کې تازه هدفي بریدونه؛ د پوهنتون یو استاد او څلور سرتېري وژل شوي

عکس(ارشیف)

افغان امنیتي چارواکي وايي په کابل کې په درې بېلابېلو پېښو کې د یو خصوصي پوهنتون د استاد په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن شنبه اپرېل۲۴ ( غويي ۴) امریکا غږ ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې څلور امنیتي سرتیري نن سهار د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په «پنجه چنار» سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د فرامرز په وینا همدارنګه په یوه بله پېښه کې نن سهار د یو خصوصي پوهنتون یو استاد د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

دغه استاد محمد رفیع عثماني نومېده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند د معلوماتو په اساس تیره ورځ د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په «قلعه شیر خان ریشخور» سیمه کې هم یو دولتي کار کوونکی د ناپيژاندو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا بریدګر تر پېښې وروسته له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د غزني برید

د یو بل خبر له مخې نن شنبه سهار په غزني ولایت کې د سرک غاړې ماین چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده امریکا غږ ته ویلي چې دغه کسان د غزني ښار له «شالیز» سیمې څخه ښار ته روان وو چې پر ټونس موټر یې چاودنه شوې ده.

د غزني چارواکي د یادې چاودنې عاملین طالبان بولي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پروان په مرکز چاریکار کې هم یو پولیس وژل شوی او یو دکاندار تښتول شوی دی.

د پروان د امنیه قوماندانۍ امر عبدالواسع رحیمي ویلي چې د برمته شوي دکاندار د راخلاصولو هڅې پيل کړي دي.

تر اوسه یې د دغه ټولو پېښو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.