تحریک لبیک: حکومت سره مذاکرات ناکامه شو، مظاهرې به کوو

د پاکستان د تحریک لبیک یا رسول الله مذهبي ډلې مشر خادم رضوي وایي چې د حکومت سره یې مذاکرات ناکامه شویدي او مظاهرو ته به دوام ورکړي.

خادم رضوي چې دا وخت په پاکستان کې د اسیه بي بي د مذهب د سپکاوې په قضیې کې د خوشې کیدو ضد د مظاهرو مشري کوي، په خپل ټویټر لیکلي دي چې د پاکستان د حکومت سره یې مذاکرات ناکامه شویدي.

هغه په یو ټویټ کې ولیکل

"د حکومت سره مذاکرات مکمل ناکامه شویدي. په مذاکراتو کې د پاکستان د مرکزي او د صوبایي حکومتي استاځو برسیره د آي ایس آي مامور هم گډون کړی و. حکومت راته ویلي دي چې مونږ به یو وسوځوو. د رسول عاشقان دې په سرونو کفنونه وتړي "

تروسه پورې د اسیې بي بي د پریکړې په ضد د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې په زرگونو کسانو مظاهرې کړیدي او د خلکو موټرو ته یې اور اچولی دی.

داسې ښیي چې د دغه گواښ په ځواب کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دغه ټویټ کړی وي. فواد حسین په خپل ټویټر ولیکل چې "په ټول هیواد کې به د سحر د اتو بجو نه واخله د ماښام د اتو بجو پورې د موبایل ټلفونو خدمتونه کنگل وي."

ښاغلي حسین د دغه ټویټ نه وروسته یو بل ټویټ هم وکړ چې پکې یې خبرداری ورکړ چې څوک دې د حالاتو د خرابولو کوښښ ونکړي. هغه دا هم وویل چې حالات د حکومت په کنټرول کې دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان دا وخت د چین په سفر تللی دی. ښاغلي حسین ولیکل چې عمران خان ته د هرې ثانیې خبر ورکوي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي خان د چین د سفر نه مخکې ملت ته په وینا کې وویل چې څوک دې د دولت سره ټکر نه اخلي کنه بد عواقب به ولري.