چارواکي: بدخشان کې لس پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې لس پولیس تېره شپه له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند سناءالله روحاني د جمعې په ورځ د «لېندۍ پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه لس پولیس د فیض اباد ښار د لسم ماموریت اړوند و.

افغان پولیس

نوموړي زیاته کړه:"بدبختانه نن شپه لس امنیتي سرتېري چې د لسم ماموریت د امنیت ساتلو مسؤلیت یې لاره د هغه اړیکو له‌مخې چې له طالبانو سره یې لرلې، له طالبانو سره یو ځای شول."

د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکو د معلوماتو له‌مخې له وسله والو طالبانو سره په دغه یو ځای شوو پولیسو کې دری ساتنمنان او اوه نور یې ټیټ رتبه پولیس دي چې خپل پوځي تجهیزات یې هم له ځان سره وړي دي.

پر همدې مهال د بدخشان ولایتي شورا په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د فعالیت په اړه اندېښنه ښيي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس بشیر صمیم امریکا غږ ته وویل:"نن شپه طالبان راغلل او اته تنه یې له دغه «ماموریت» څخه له خپل ځان سره یووړل او دغه «ماموریت» هم د فیض اباد ښار اړوند دی او څو کله کاله کېږي چې طالبان په دغه برخه کې فعالیت لري."

د بدخشان کشم

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د فیض اباد ښار اړوند د لسم ماموریت نهه تنه پولیس یې له ۱۹ میله وسلو سره نیولي دي.