د سمنګان په ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د یکشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۵( لیندۍ ۲۵) د ژغورنې ټیمونود هڅو په ترڅ کې ددغه ولایت د دره صوف پایین په ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو په یو کان کې بند ټول کارګران ژغورلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د سمنګانو د ولایت لپاره د طالبانو د والي د ویاند عصمت الله مرادي له قوله ویلي چې د شنبې په ورځ د ډبرو سکرو د یو کان د یوې برخې د ښوېیدو له امله په کان کې ۳۵ کارګران بند پاتې شوي وو.
ددغو ژغورل شویو کارګرانو څو تنو یې سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د دوو ورځو او یوې شپې پورې په کان کې بند پاتې وو.
ددې دمخه د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د سمنګان په ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي و، چې د ډبرو سکرو د یو کان د یوې برخې د پریوتو له امله په کان کې لږ تر لږه ۳۵ کارګر بند پاتې شوي دي.
دا پیښه د شنبې د ورځې ډسمبر ۱۴(لیندۍ ۲۴) ماښام مهال سمنګان ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د "سفید خاک" د ډبرو سکرو په کان کې رامنځ ته شوې ده.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵(لیندۍ ۲۵) د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې په کان کې د بند پاتې شویو کارګرانو د ایستلو لپاره هڅې پیل شوي دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ملي تلویزون راپور ورکړی دی چې د اېسارو کسانو له ډلې څخه یې ۲۲ تنه ژغورلي او د نورو د ژغورنې هڅه هم روانه ده.
ددې پیښې په اړه په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ددغه غره یوه برخه ښویدلې چې له امله یې ددغه کان د وتلو او ننوتلو دروازې هم بندې شوي دي.
په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې ددې پیښې وروسته یو شمیر کارګران او د سیمې اوسیدونکي د پیښې ځای ته ورغلي او له کان څخه د کارګرانو د ایستلو او ژغورلو هڅې یې پیل کړي دي، خو د پیښې څخه د څو ساعونو په تیریدو تراوسه له دغه کان څخه د کان کیندونکو په ایستلو نه دي بریالي شوي.
تراوسه ددغه کان د یوې برخې د پریوتو علت نه دی څرګند شوی. خو دمخه په دغسې ورته پیښو د میتان د ګاز د چاودنو له امله د سنمګان ولایت د ډبرو د سکرو په کانونو کې لسګونو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د سمنګان په ولایت کې تر ټولو زیات د ډبرو سکرو کانونه د دره صوف په ولسوالۍ کې چې د ولایت د مرکز ایبک ښار په ۶۰ لیکومترۍ کې موقعیت لري پراته دي. اوس مهال په دغو کانونو کې په سلګونو کارګران په کار بوخت دی.