د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان د سکرو کان کې د مړه شويو افغانانو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي


په پاکستان کې د کانونو د مزدورانو مرکزي اتحاديې د شمېروله مخې، په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د کانونو په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو مزدورانو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د کانونو د مزدورانو مرکزي اتحاديې د شمېروله مخې، په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د کانونو په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو مزدورانو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی دی.

د پاکستان په بلوچستان کې د سکرو ډبرو په کان کې د مړه شویو افغانانو جسدونه افغانستان ته ولېږدول شول.

په بلوچستان کې د کانونو د مزدورانو مرکزي اتحاديې یو مشر سلطان محمد خان وايي چې مړه شوي پنځه واړه تنکي ځوانان وو چې له افغانستان څخه د مزدورۍ لپاره د بلوچستان ایالت د هرنايي شارګې سيمې ته تللي وو.

نوموړي زياته کړه چې هغوی د سپټمبر پر ۱۴ (وږي ۲۴) په کان کې د زهرجن ګاز د خپریدو له امله مړه شوي وو.

هغه وايي: "په تېرو دریو ورځو کې اته کسان د کان په پېښو کې مړه شوي دي چې يو يې په دوکۍ کې، دوه يې په مارواړ کې او پنځه يې همدا په ښارګه کې دي. دا ټول کسان د ګاز د خپریدو په نتيجه کې مړه شوي دي. په کان کې عموماً د ګاز د اخراج لپاره يوه متبادله لاره جوړېږي، چې کله کان کښېني يا ونړېږي نو بيا مزدوران پر هغه لاره وځي، خو په دغو کانونو کې متبادله لاره نه وه نو ټول کسان ګاز نيولي او مړه شوي دي."

د پاکستان د کارګرانو اتحاديې د بلوچستان ايالت عمومي منشي پیر محمد کاکړ وايي چې هلته کانونه زيات دي خو حکومتي څارونکي کم دي چې له امله يې د کانونو خونديتوب او له ټاکل شويو شرايطو سره سم د هغوی پر وخت اروزنه ګرانه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې بايد يوه داسې اداره جوړه کړل شي چې نويو مزدورانو ته په کان کې د کار کولو لږ تر لږه دوه اونۍ روزنه ورکړي.

هغه وايي: "کله چې د افغانستان، خيبر پښتونخوا يا بلوچستان د مختلفو سیمو څخه نوي کسان راشي نو هغوی سمدلاسه کان ته ورکښته شي او هېڅ روزنه يې نه وي شوې. تجربه کاره کسانو ته دغومره اندازه کېږي او اثار ورمعلومېږي چې دلته ګاز دی يا هلته د وتو لاره ده، خو نويو کسانو ته هېڅ اندازه نه کېږي."

د پیر محمد کاکړ په وينا، په بلوچستان کې د کانونو زياتره مالکان افغان مزدوران خوښوي ځکه هغوی د پاکستانيو کان کيندونکو په څېر حقونه نه لري او مالکان له ډېرو تاوانونو خلاص وي.

نوموړی زياتوي: "مالکان او ټېکداران دا خوښوي چې افغان کارګر راشي، که هغه مړ هم شي نو څوک يې نه پوښتنه کوي. نه يې د مړينې حق الزمه شته، نه يې د جبران شته، نه يې راجسټرېشن شته."

د پير محمد کاکړ په وينا، په کانونو کې د مرګونيو پېښو يو لامل دا هم دی چې ټېکداران يا د کان مالکان يو مجهز اينجينر، منېجر (منتظم) او ضروري الات نه لري.

بل خوا حکومتي چارواکو په وار وار ويلي چې مزدوران له حفاظتي تدابيرو پرته په کانونو کې کار کوي چې له امله يې هغوی له زیات خطر سره مخامخېږي.

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې د مرګژوبلې زیاتره پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د سیند ايالت په ځینو برخو کې کېږي چې لامل یې د مزدورانو لپاره د حفاظتي او نورو اسانتیاوو نشتوالی او د قانون نه عملي کېدل ښودل کېږي.

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې زياتره مزدوران د افغانستان، د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار او دا ډول د بلوچستان ايالت دي.

په پاکستان کې د کانونو د مزدورانو مرکزي اتحاديې د شمېروله مخې، په روان ۲۰۲۴م کال کې په هغه هېواد کې د کانونو په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو مزدورانو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی دی.

د دغې اتحاديې له شمېرو سره سم، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د سکرو د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې له ۲۸۰ زيات مزدوران مړه شوي او څه باندې درې زره ژوبل شوي وو.

د پاکستان د بشري حقوقو کميسيون ويلي چې په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې کار کوونکي مزدوران په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG