په لندن کې د افغان شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي د لسم تلین نمانځغونډه

په لندن کې افغان فرهنګپالو د افغان شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي لسم تلین ونمانځه

د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د جنورۍ په ۱۲(مرغومې ۲۳) افغان فرهنګپالو د یو نوموتي افغان شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي لسم تلین ونمانځه. دې نمانځغونډې ته له نورو هېوادونو څخه هم افغان فرهنګپالانو خپل ویډیويي پیغامونه وړاندې کړل.

د محمد صدیق پسرلي زوی اسدالله غضنفر چې خپله هم لیکوال دی، د لمانځغونډې پر مهال په ویډيويي پیغام کې د استاد پسرلي د وروستي کتاب ''کندز په تېره پېړۍ کې'' په باب خبرې وکړې چې نږدې نهه لسیزې وړاندې یې پکې د کندز ټولنیز ژوند رانغښتی دی.

د هغه په وینا استاد پسرلی پدې باور و چې: ''افغانانو تر ډېره ملي تاریخ لیکلی، خو پکار ده چې محلي او ټولنیز تاریخ لیکلو ته هم پام واړول شي.''

شاعران د خپل کلي، ټاټوبي، خاورې، طبيعي ښکلاګانې د خپلو خیالونو، اندونو او احساساتو د بیانولو لپاره کاروي. همدا کار محمد صدیق پسرلي هم په خپلو شعرونو کې کړی او د خپل ښکلي وطن ښکلاوې یې ستایلې دي.

لندن میشتي افغان شاعر، افضل ټکور په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د استاد پسرلي ادبي شخصیت ګڼ اړخونه لري؛ هغه لنډې کیسې او ناولونه لیکلي، ژباړې یې کړې او د غزل یو وتلی شاعر و.

د نوښتګرۍ لټون او هیلې د انسان په خټه او فطرت کې نغښتې دي. ادب او هنر د همدغو فطري غوښتنو زیږنده دی؛ دا چې شعر او هنر ګډه نړیواله هنري پانګه ده، ځکه خو شاعران د خپل هنر د لا رنګینولو او ښکلا لپاره جهاني ادبیات لولي.

د غونډې یوې بلې انلاین ګډون والې شاعرې شفیقې خپلواک په خپله وینا کې وویل، چې استاد صدیق پسرلي نړیوال ادبیات په ښه توګه لوستي وو، په ځانګړې توګه د فارسي او دري ادبیات.

هغې وویل: ''کله چې مې د استاد پسرلي شاعري ولوستله نو تر هغه وروسته مې په شاعرۍ کې د محتوا او خیالونو له پلوه زښته لوی بدلون ولیدل''

ادب او ادبپالان د استاد پسرلي د ژوند اکسیجن وو، د هغه پر کور به تل فرهنګپالان راټول وو او ځوانو شاعرانو ته به یې ادبي روزنه، د شعر ذوق او سلیقه ورښودله.

لیکوال سوله مل شینواری وايي: ''استاد پسرلي پر ځوان شاعرانو خپل اغېز پرې اېښی دی. هغه له ټولو شاعرانو سره شخصي رابطې لرلي او د ده تر مشورو لاندې ځوان شاعرانو شعرونه لیکلي دي.'' سوله مل شینواری وايي: ''استاد پسرلی د هندي مکتب پېروی وو او زما په فکر په دې مکتب کې د هغه ساری نه وو.''

د استاد پسرلي ټول زامن فرهنګپاله او هر یوه یې لنډې کیسې، ناولونه او نور اثار لیکلي دي.

محمد صدیق پسرلی غزل یوونکی شاعر و، چې یوازې د 'غزلبڼ' په نامه شعري ټولګه کې یې تر زرو زیاتې غزلې راغلې دي. هغه د خپل ژوند څه نا څه شپږ لسیزې ادبي چارو ته سپارلې وې، غزلیزې ټولګې، منظومې ژباړې، ناولونه، لنډې کیسې، طنزونه او یادښتونه یې لیکلي، ادبي اونیزې او میاشتنۍ ګڼې یې چاپ کړې.

د هغه یو بل لوی نوښت په پېښور کې د کډوالۍ پرمهال د افغان ادبي بهیر ټولنې جوړول وو چې اوس تر دې نامه لاندې په افغانستان او نوره نړۍ کې ګڼې افغان ادبي ټولنې فعالیت کوي.

محمد صدیق پسرلی د غزني ولایت په قره باغ کې زیږیدلی او په کندز کې ستر شوی و. نوموړی د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ پر ۱۲مه د ۸۵ کالو په عمر وفات او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.