د آسکر سږنی جایزې ته اته فلمونه نومول شوي

د غوره علمي او هنري فلمونو د آسکر جایزې لپاره اته فلمونه نومول شوي خو له ډلې به یوازې یو فلم دا جایزه واخلي.

د فلم او تصویري هنر د علومو اکاډمۍ وايي د ۲۰۱۸ کال د فلمونو له ډلې اته فلمونه د آسکر جایزې لپاره انتخاب شوي خو ګټونکی یوازې یو فلم دی.

په تور طنز او ټوکو کې په زړه پورې فلم په ۱۸ پیړۍ کې د ملکې انې د شاهي محکمې په وخت کې د سیاست او ځواک د مبارزې په اړه یو کمیډي فلم دی.

د روما فلم چې د نیت فلیکس له خوا جوړ شوېدی د یوې متوسطې مکسیکوې کورنۍ په هکله دی چې د آسکر د جایزې په لسو کتگوریو کې نومول شوی دی.

فلم جوړونکی او لیکوال موری هورویتز وایې د فلم او تصویري هنر د علومو اکاډمۍ اته زره و دوه سوه غړي لري چې دوی به دې فلمونو ته رایه ورکوي او هر یو یې مختلف نظر لري.

Your browser doesn’t support HTML5

اسکر جایزه

هوروتز وایې هغه کسان چې فلم په مسلکي ډول ارزوي نو په دودیز ډول د فلم سینماگرافي، د فلم تدوین، لارښود او سکریپټ ته ګوري، خو داسې تل نه پیښیږي.

دا مختلف مسایل کولی شي رایې ورکوونکي سره جلا کړي ځکه کیدی شی د هغوی ددې فلم پیغام سره مخالف وي.

موري هورویتز وايي چې د کال غوره فلم باید د لوبغاړو، موسیقې، سکرپټ یا د فلم لیکنی برخه، سینما توگرفی د فلم اغیز، ددی ټولو څخه پورته وي.