د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ټېم قرغیزستان ته روان شو

د افغانستان د ۱۹کلونو کم عمره فوټسال ملي ټېم

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، تر ۱۹ کلونو کم عمر د فوټسال ملي ټېم د اسیا مرکز (CAFA) سیالیو کې د ګډون لپاره نن چهارشنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) قرغیزستان ته روان شو.

د افغانستان د فوټسال ملي ټېم دغه لوبغاړو د یوې میاشتې لپاره په کابل کې د خپل روزنکي تر لارښوونې لاندې تمرینونه پيل کړي و.

د افغانستان تر ۱۹کلنو د کم عمره فوټسال ټېم روزونکي محمود سعیدي خبریالانو ته وویل چې دغه لوبغاړي به د اسیا ـ مرکز سیالیو کې په پوره چمتووالي سره ګډون وکړي چې ټاکل شوې تر دوو ورځو په قرغیزستان کې پيل شي.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه: "ښه تمرینونه و، خو په هیواد کې سیاسي وضعیت ته په کتو چې د تیر۲۰۲۱ کال له اګست وروسته یې موږ شاهدان یو، سیالیو ته د لوبغاړو استولو په برخه کې یو لړ محدودیتونه رامنځته شوي دي. د افغانستان فوټبال فدارسیون چې کومې هڅې کړي دي، توانیدلي چې لوبغاړو ته وېزې واخلي."

د افغانستان تر ۱۹کلونو کم عمره فوټسال ټېم یو لوبغاړي حیمدالله غفوري وویل چې په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره زیات چمتووالی نیولی دی او تمه یې وښودل چې په دغه سیالیو کې ښه وځلیږي.

ښاغلي غفوري د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د فوټسال ټېم به له ښه لاسته راوړنو سره هیواد ته ستون شي.

د اسیا ـ مرکز د فوټسال سیالۍ ټاکل شوې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۲مه پیل شي چې د یادې میاشتې تر ۱۹ به دوام ولري.په یادو سیالیو کې ټاکل شوې د افغانستان ترڅنګ د ایران، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ټېمونه هم ګډون ولري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د ملي ټېم لومړۍ سیالي به د فبرورۍ پر ۱۲مه له د ایران په وړاندې تر سره شي.