د امرالله صالح پر دفتر پروني برید کې ۲۰ تنه وژل شوي ۵۰ ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د امرالله صالح په مشرۍ د «زرغون بهیر» پر دفتر پروني موټر بم او ډله ییز برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

پرون یکشنبه ماځیګر څه کم پنځه بجې لومړی یو شمېر وسله والو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند شهید څلور لارې کې د «زرغون بهیر» دفتر مخې ته موټر بم چاودنه وکړه او وروسته یې پر یاد دفتر ډله ییز برید وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن دوشنبه د «زمري میاشتې پر۷مه» امریکا غږ ته وویل، دغه برید د شپې لس بجې د درې واړو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په وژل شوو کسانو کې څلور امنیتي سرتېري او ۱۶ ملکي وګړي او په ټپیانو کې هم اوه امنیتي سرتېري او ۴۳ ملکي وګړي شامل دي.

خو یوې امنیتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل، چې وژل شوي او ټپي امنیتي سرتېري ټول د امرالله صالح امنیتي ساتونکي دي.

امرالله صالح د زرغون بهیر مشر او په راتلونکو ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال دی

​که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دغه برید کې د امرالله صالح ټپي کېدل ردوي، خو د دغه بهیر دوو تنو غړو تېره ورځ امریکا غږ ته وویل، چې نوموړی د برید پرمهال دفتر کې و او برسېرن ټپي شوی دی.

امرالله صالح چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال د یوې اوږدې مودې لپاره د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس و، د وسله والو طالبانو او پاکستان له سرسختو مخالفینو څخه دی.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

امرالله صالح په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال دی.

دا برید پر داسې مهال شوی چې تېره ورځ په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو انتخاباتي کمپاینونه پيل شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله، زلمي خلیلزاد، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یوناما د «زرغون بهیر» پر دفتر پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر کاندیدانو او انتخاباتي کمپاینونو بریدونه پر ډموکراسۍ برید بللی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د یادې حملې د عاملینو د مجازات غوښتنه کړې ده.

یوناما هم ویلي، چې کاندیدان غیر نظامیان دي او زیاتوي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې تاوتریخوالي ته ځای نشته.