د کرکټ‌ د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام مهالوېش او ګروپونه اعلان شول

د کرکټ نړیوالې شورا نن سې شنبې د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام شل اوریزو لوبو نېټه او لوبغالي اعلان کړل.

د کرکټ نړیوال جام لوبو دغه لړۍ د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه پیلېږي چې د نومبر تر ۱۵مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په‌دې نړیوال جام کې به ۱۲ لوبډلې ګډون وکړي چې په دوو ګروپونو ویشل شوي چې افغانستان په «ب» ګروپ کې ځای لري چې ورسره هندوستان، انګلستان، سویلي افریقا او دوه نورې لاره موندونکې لوبډلې شاملې دي.

افغان کرکټ بورډ وايي، چې د لوبو پیلېدو نېټې او لوبغالو د اعلان په مراسمو کې افغان لوبغاړي راشد خان ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

افغان کرکټ ستوری راشد خان

ښاغلي راشد خان په دغو مراسمو د خپلو خبرو پرمهال ډاډ څرګند کړی چې افغان لوبډله به په ۲۰۲۰ نړیوال جام لوبو کې هم د تل په څېر ښه وځلیږي "موږ د ۲۰۱۹ کال راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام ته هم بشپړ چمتوالی لرو، زموږ د هر لوبغاړي دا هڅه ده چې د خپلو لوبو پر مټ خپل ګران هیوادوال خوښ وساتو."

د کرکټ نړیوالې شورا له دې وړاندې هم د اتو هغو لوبډلو نوملړ اعلان کړی و، چې د ډېرو نمرو ترلاسه کولو له مخې یې په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ کال شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره موندلې وه چې افغانستان هم په دغه ډله کې اتم مقام خپل کړی و.

باید وویل شي چې د یاد جام لوبو په لومړي پړاو کې به د (افغانستان، هندوستان، انګلستان، سویلي افریقا، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او نیوزلنډ) هېوادونو سربېره، ۸ نورې لوبډلې هم دویم پړاو ته د لارموندنې په موخه د یوبل پر وړاندې لوبې وکړي چې دویم پړاو لوبو ته به ترې یوازې څلور لوبډلې لاره ومومي چې په مجموع کې به په دویم پړاو کې ۱۲ لوبډلې له یوه بل سره لوبې وکړي او افغانستان د دغه پړاو په «ب» ګروپ کې ځای لري.

افغان کرکټ لوبډله

د نړیوال جام ټولې ۴۵ لوبې به په اسټرالیا کې د اوو ښارونو په اوو بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.

افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۰ کال په ویسټ انډیزه کې د نړیوال جام شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.