طالبان: د افغانستان له فضا د هرې تېرېدونکي الوتکې څخه ۶۰۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي

عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په تیرو اوو میاشتو کې د افغانستان له فضا څخه د تیرېدونکو الوتکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

یاد ریاست د دوشنبې په ورځ ناوخته (نومبر ۲۸ (لېندۍ اوومه) خپور کړي راپور کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان له فضا څخه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰ طیارې تیریږي.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان له فضا څخه هرې تېرېدونکي الوتکې په سر ۶۰زره افغانۍ اخیستل کیږي چې د میاشتې د یادو عواید کچه شاوخواو ۱۸۰ میلیون افغانیو ته رسیږي.

په یاد راپور کې ویل شوي: "د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د ګاک شرکت ترمنځ په څو پړاونو سره د قراردادونو په لاسلیک کېدو سره د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.د یادو قراردادونو په عملي کېدو سره اوس مهال د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو شمېر په هر ۲۴ ساعتونو کې تر ‍۱۰۰ پوري رسیږي."

د طالبانو حکومت د مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) د کابل په ګډون د درې لویو هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت قرارداد د متحده عربي اماراتو د «ګاک» په نوم خصوصي شرکت سره لاس لیک کړ.

دغه شرکت د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د الوتکو پاکولو، الوتکو ته د کارګو انتقالولو، په ترمینولونو کې د مسافرو تنظیم او انتقالولو ترڅنګ د افغانستان نړیوالو ډګرونو کې کېنستونکو الکوتکو او یا هم د افغانستان له فضا څخه تېرېدونکو نړیوالو الوتکو ته هوايي خدمات وړاندي کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د ځواکونو په وتلو او د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د کابل هوايي ډګر څخه بهرني پروازونه او د افغانستان له فضا څخه د طیارو تېرېدل ټکني شوي و.

په داسې حال کې چې د کابل هوايي ډګر د کورنیو او نړیوالو پروازونو پر مخ خلاص دی، خو بیا هم ویل کیږي چې بشپړه بیا رغونې ته اړتیا لري، تر څو بشپړه توګه الوتنو ته چمتو شي.

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط مخکې هم متحده عربي اماراتو د افغانسان د هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې همکاري کوله، خو پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د بهرنیو ځواکونو وتلو او تخلیې پروګرام په جریان کې قطر مهم رول لاره.