د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل باید بند شي


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو په اړه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي او په خبره یې د یادو الوتکو ګرځېدل باید بند شي.

نوموړي د پنجشبې په ورځ اګست ۲۵ (وږې ۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې لا هم د افغانستان پر فضاء امریکايي بې پیلوټه الوتکې ګرځي او په دې اړه انتقادونه هم شوي دي.

هغه وویل: "د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل چې کله کله کیږي دقیقه داده چې دا امریکايي الوتکې دي، لا هم زموږ پر فضاء باندې ګرځي. دا موضوعات له امریکانو سره په لوړه سطحه هم تر بحث لاندې نیول شوي او له دوی سره د لیدنو په ترڅ کې هم. او انتقادونه هم شوي او موږ دا د دوی تجاوز وبولو چې لا هم تجاوز ته دوام ورکوي، زموږ پر فضاء باندې تیری کوي.دا باید بندې شي."

ذبیح الله مجاهد وویل، که چیري له دې اړخه کومې ستونزې موجودي وې هغه دې د طالبانو له حکومت سره شریکې شي تر څو دوی د ځمکې له لارې په دې اړه ډاډ رامنځته شي.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ځواکونو تر وتلو وروسته د تیر یو کال راپدېخوا د کابل ترڅنګ په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

طالب چارواکي پر داسې مهال د افغانستان پر فضاء د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو د مخینوي غوښتنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دالقاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ.

جمهور رئیس بایډن د اګست میاشتې پر لومړۍ نېټه په یوه ویډیويي بیان کې وویل: "د شنبې په ورځ د متحده ایالتونو پوځ زما په امر په کابل، افغانستان کې یو بریالی هوايي برید تر سره کړ چې په دغه برید کې د القاعدې امیر، ایمن الظواهري ووژل شو"

د طالبانو حکومت هغه مهال هم په کابل کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید غندلی و او ویلي و چې کابل ته الظواهري د راتګ او دلته اوسېدو په اړه ناخبره و او د پیښې په هکله پلټنې کوي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه هم د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو د ادعا په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

هغه وویل:"د ظواهري د وژل کېدو د ادعا په هلکه باید ووایو چې دا اوس هم د ادعا په حد کې پاتي او تحقیقات روان دي، نتیجه یې تر اوسه نه ده څرګنده شوې،هلته جسد هم نه دی تر لاسه شوی، کوم توغندی چې هلته لګېدلی او کوم هدف چې لګیدلی هغه هدف ټوله له منځه تللی، کوم شی لاسته نه دی راغلی."

خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و په داسې حال کې چې طالبان د ظواهري وژل کیدل ردوي او په دې اړه د امریکا څخه شواهد غواي وویل چې موږ بیخي ډاډمن یو چې ظواهري په برید کې وژل شوی دی.

پرایس همدارنګه زیاته کړه، دا د طالبانو پر غاړه ده چې له امریکا سره د شوي توافق او نورو تعهداتو له مخې چې د افغانستان له خلکو سره یې کړي، په خپلو ژمنو ودریږي او په افغانستان او بهر ته د القاعده او داعش د خراسان څانګي د پيښیدونکو ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

بلخوا تېر اونۍ په کندهار ولایت کې د لویې ولسې غونډې د امریکا هغه هوايي برید وغانده چې په کابل کې د القاعده په مشر ایمن الظواهري وشو او هغه پکې ووژل شو.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې د کوم هیواد له نوم یادولو پرته ویل شوي هغه هیواد د متحده ایالاتو سره پدې "جنایت" کې شریک دی چې بې پیلوټه الوتکې ته یې پخپلې فضا کې د پرواز کولو اجازه ورکړې.

دا لا معلومه نه ده چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د کوم هیواد له هوايي فضاء څخه افغانستان ته داخلیږي، طالبانو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG