پاکستان کې د امپاکس ويروس شپږمه پېښه ثبت شوې ده

له دې تازه پېښې سره په پاکستان کې د بیزو تڼاکې (اېم پاکس) په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شپږتنو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د روغتيا وزارت د سپټمبر پر ۱۶مه (وږي ۲۶) په يو بيان کې ويلي چې د دغه هېواد د پلازمينې اسلام اباد په هوايي ډګر کې په يو کس کې د امپاکس د ناروغۍ پخلی شوی دی.

دغه وزارت زياته کړې چې دغه ۴۴ کلن ناروغ له خلیجي هېواده پاکستان ته راغلی وو او د سرحدي روغتیايي خدماتو ادارې په هوايي ډګر کې د مساپرو د کتنې پر مهال د بیزو تڼاکې ویروس باندې د یو مساپر اخته کیدل تشخیص کړه.

په دې خبرپاڼه کې د وزارت له قوله وویل شوي چې ناروغ د اسلام اباد پمز روغتون ته وړل شوی او هلته قرنطين شوی دی.

له دې پېښې سره په پاکستان کې په امپاکس، چې مخکې بیزو تڼاکې ناروغي بلل کېده، د اخته کسانو شمېر شپږ ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې، د سپټمبر پر ۱۱مه (وږي ۲۱) په پاکستان د دغې ناروغۍ پنځمه پېښه تایید شوه. هغه ۳۳ کلن ناروغ هم پېښور ته تر سفر مخکې د اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر ته له یوه خلیجي هېواد څخه راغلی وو.

تر هغه وړاندې د بیزوتڼاکې لومړۍ څلور پېښې په پېښور کې موندل شوې وې او په هغه ناروغۍ اخته کسان له خليجي هېوادونو پېښور ته ستانه شوي وو. خو وروسته د سپټمبر پر اتمه (وږي ۱۸) هغه څلور ناروغان له رغېدو وروسته په روغتون کې له قرنطينه خلاص شول او خپلو کورونو ته ولېږل شول.

د روغتيا لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار ډاکټر مختار احمد برت ویلي دي چې د هوايي ډګرونو او داخلي سرحدونو د څارنې لپاره يې سخت تدابیر نیولي چې دا ډول د دې ناروغۍ نورې پېښې پر وخت وپېژندل شي او مخنیوی یې وشي.

نوموړي ويلي چې د سرحدي روغتیايي خدماتو ادارې يوازې د اسلام اباد په هوایی ډګر کې د څه باندې ۶۳۰ زره کسان معاینه شوي دي. هغه زیاته کړه چې له منکيپاکس ناروغی څخه د خلکو د خونديتوب لپاره اغېزمن ګامونه اخیستل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د بیزو تڼاکې یا منکيپاکس ويروس د اخته ناروغانو پر وجود ټناکو ته ورته دانې پیدا کېږي، تبه لري، سر، د عضلاتو او ملا درد لري، ستوماني محسوسوي او د لېمفاټيک نظام، چې د ناروغیو پر وړاندې د مدافعت دنده ترسره کوي، غوټې یې پړسېږي. سازمان زياتوي چې دغه وایرس له یو کسه بل ته خپرېدای شي نو ځکه ناروغان باید ګوښه کړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اګست پر ۱۴مه (زمري ۲۴) په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د امپاکس وایرس د پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې پر نړیواله کچه د عامې روغتیا لپاره د اندېښنې وړ او بیړنۍ موضوع وبلله.

د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د اوسنۍ وبا له پیل راهیسې په کانګو جمهوریت کې ټول ۲۷ زره کسان په دې وایرس اخته شوي او تر یو زر او ۱۰۰ زیات کسان يې، چې لوی شمېر یې ماشومان دي، وژلي دي.